د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۴

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا: ولسمشر دې خپل ځای سرپرست حکومت ته پرېږدي


د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو د شورا غړي
د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو د شورا غړي

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې ولسمشریزه دوره یې د جوزا په لومړۍ پای ته رسېږي او له څوکۍ دې ګوښه شي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو شورا وايي، محمد اشرف غني ته به اجازه ورنه کړي چې د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د دغې شورا غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت د کار دوام د قانون خلاف دی او خپلې چارې باید سرپرست حکومت ته وسپاري.

د دغو کاندیدانو له ډلې محمد حنیف اتمر وویل:

"که ژوند و، په دوو راتلونکو ورځو کې به د جوزا د لومړۍ شاهدان یوو، دا ورځ به جمهور رئیس صاحب ته د مهم امتحان ورځ وي، که دوی د جوزا په لومړۍ نېټه اساسي قانون ته درناوی ونه کړي، په هېواد کې به د بحران لامل شي."

ښاغلي اتمر وویل، که ولسمشر قانون مات کړي او له دولتي دستګاه او نظامه کار واخلي او په ستره محکمه فشار راولي چې نظر ورکړي او همدارنګه پر دفاعي او امنیتي ځواکونو هم فشار راولي او ناوړه ګټه ترې واخلي، په هېواد کې سیاسي بې ثباتي حتمي ده.

په ورته وخت کې ولسمشریزو ټاکنو ته بل کاندید احمد ولي مسعود وویل:

"مخکې له دې چې ځنډ رامنځته شي، حکومت دې د دغو کاندیدانو وړاندیز ته تمکین وکړي او ودې یې مني، که د حکومت مشرتابه په غیرقانوني او نا مشروع توګه د کار موده تمدیدوي، د دې کار پایلې به یې پر غاړه وي."

شهاب حکیمي، حکیم تورسن، نورالحق علومي، ابراهیم الکوزی، لطیف پدرام، عنایت الله حفیظ نور کاندیدان وو چې د جوزا په لومړۍ نېټه یې د ولسمشر په ګوښه کېدو ټینګار کاوه.

دغه نوماندان وايي، یا دې ولسمشر غني د جوزا په لومړۍ ڼېټه له خپلې نوماندۍ لاس واخلي او د ولسمشریزو انتخاباتو د نتایجو تر اعلانېدو پورې دې د حکومت سرپرستي وکړي او یا دې یوه سیاسي اجماع جوړه او یو کس دې ترې د حکومت د سرپرست په توګه وټاکل شي.

مخکې له یو شمېر نورو کاندیدانو چې د ولسمشریزو کاندیدانو د شورا غړي نه دي، هم ورته وړاندیز کړی دی.

ولسمشریزو ټاکنو ته د ګلبدین حکمتیار د مطبوعاتي دفتر غړي فضل غني حقمل ویلي وو چې د جوزا په لومړۍ نېټه د اوسني حکومت د کار موده پای ته رسېږي، او ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر او یا د حکومت د کار د دوام په اړه د وضاحت ورکولو صلاحیت نه لري.

د ولسمشریزو کاندیدانو شورا مخکې له دې هم د جوزا په لومړۍ نېټه د ملي یووالي د حکومت د کار د پای ته رسېدو ویلي وو او له دغې نېټې وروسته یې دوام غیر قانوني بللی و.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د کاندیدانو د شورا په غبرګون کې رسنیو ته په لېږلي پیغام کې داسې ویلي:

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

"کوم نوی صحبت او پیام یې نه درلود او پخواني اظهارات یې تکرار کړي وو، د افغانستان ملت ته اطلاع ورکول کېږي چې د اساسي قانون د تفسیر یوازنۍ مرجع ستره محکمه ده، افراد او اشخاص نه شي کولی چې قانون په خپله خوښه تفسیر کړي، د انتخاباتو د قانون د ۱۰۴مې مادې دوهمه فقره د انتخاباتي مقامونو په اړه صراحت لري، هیله ده ښاغلي کاندیدان ورته مراجعه وکړي."

که څه هم د کاندیدانو دغې شورا واک ته د رسېدو دمخه د ښاغلي غني هغه څرګندونې خپرې کړې چې د اساسي قانون په ۶۱مه ماده کې ځای شوي دي.

خو مرتضوي وايي، دغه څرګندونې د انتخاباتو د ځنډ په اړه د سترې محکې له نظریاتو مخکې شوې وې، خو د سترې محکې له نظر وروسته ولسمشر ومنلې.

بل خوا د سیاسي او حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر د ولسمشریز انتخاباتو د کاندیدانو د څرګندونو په اړه وايي، دوی حقوقي دریځ نه لري او سرپرست حکومت مشروع نه شي ګڼل کېدای، ځکه دغه حکومت د خلکو له خوا نه دی انتخاب شوی او په هېواد کې به د بحران د رامنځته کېدو لامل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG