د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسیون وايي، د جرګې کاري کمېټو په خپلو کارونو پیل کړی او که نن د ورځې تر پایهيې راپورونه وړاندې نهشول کړای، ښايي جرګه د یوې یا نیمې ورځې لپاره وغځېږي.
د دغه کمېسیون او د افغانستان د سولې عالي شورا د درالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۱» په یوه خبري غونډه کې وویل:
"څو ساعته توپیر راغلی ډېر نهدی راغلی، خو اوس د کمېټو کار روان دی که کمېټې نن تر دوه یا درېیو بجو خپل کارونه پای ته ورسوي او راپورونه نن وړاندې کړي، نو ښه او که دا چاره سبا ترسره شي نو ښايي، یوه یا نیمه ورځ د جرګې موده وغځول شي."
Your browser doesn’t support HTML5
غني: لویه جرګه له طالبانو سره د مذاکرې چوکاټ او حدوډ ټاکي
د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
د جرګې له اجنډا سره سم باید د جرګې په لومړۍ ورځ د جرګې اداري پلاوي بشپړ شوي وی، خو دا چاره په جرګه کې د بېلابېلو ستونزو له امله په یوه ورځ ځنډ سره ترسره شوه.
د سې شنبې په ورځ د جرګې لپاره ۵ مرستیالان او ۵ منشیان وټاکل شول او دغهشان د ۵۲ کاري کمېټو لپاره هم مشران وټاکل شول چې د ښاغلي داوودزي په خبره د ۱۳ کاري کمېټو مشرانې مېرمنې دي.
د جرګې رئیس د مرستیالانو او منشیانو تر ټاکلو دمخه د ولسمسر محمد اشرف غني تر وینا وروسته د هغه لهخوا، جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف وټاکل شو.
ښاغلي داوودزي دا هم وویل چې له ژمنې سره سم په جرګه کې یوازې د سولې اړوند مسایلو باندې بحثونه کېږي او کمپایني بڼه نهلري.
نوموړي د یو شمېر سیاسي څېرو او د ګوندونو د مشرانو د مخالفتونو په اړه وویل، اوس به دوی پوه شوي وي چې شکونهيې بېځایه وو او هیله ده د جرګې د پای په غونډه کې برخه واخلي.
په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه« انځوریز راپور»
نوموړي زیاته کړه:
"کومو مشرانو چې اندېښنې درلودې او شکونهيې لرل اوس باید ورته واضح شوي وي چې شکونهيې بېځایه وو، ځکه چې دا جرګه یوازې په سوله بحثونه کوي، نو اوس هڅې روانې دي چې دوی د پای په غونډه کې برخه واخلي."
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ۱۲ کاندیدانو دا جرګه غیر قانوني ګڼلې او تحریم کړې یې ده.
دغو انتخاباتي ټیمونو د جرګې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې په ګډه اعلامیه کې وویل چې د سولې مشورتي لویه جرګه چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه جوړېږي، هدفیې انتخاباتي کمپاین دی.
دغه تحریموونکې ډله باور لري چې په اوسنیو شرایطو کې د دا شان جرګې جوړول د سولې له هڅو سره په ټکر کې دي.
خو د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د چهارشنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د سولې د پروسې لپاره معقوله لار لویه مشورتي جرګه ده.
دی وايي، د جرګې ۵۲ کمېټې اوسمهال پهدې بحثونه کوي چې له دې وروسته د سولې پروسه په څه شکل پر مخ ولاړه شي او له طالبانو سره په مذاکراتو کې دولت او ملاتړي یې څه محدودیتونه او صلاحیتونه لري.
د ښاغلي داوودزي په خبره د جرګې هدف د سولې لپاره دولت ته حدود او کړنلاره ټاکل دي.
ولسمشر غني هم مشورتي لویې جرګې ته په لومړۍ ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې له دې کارهیې هدف کمپاین نهدی او کهیې موخه دا وی، نو نومیې پرې لویه جرګه نهکېښوده.
راپور: اکرامالله اکرام