د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

د مشورتي لویې جرګې د ادارې پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شول


آرشیف/ د مشورتي لویې جرګې د لومړۍ ورځې عکس
آرشیف/ د مشورتي لویې جرګې د لومړۍ ورځې عکس

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې تر پرانېستلو یوه ورځ وروسته نن د سې شنبې په ورځ د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات ترسره شول.

د جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وویل چې د ټاکنو په نتیجه کې به پنځه مرستیالان او پنځه منشیان وټاکل شي.

همدارنګه د یادې جرګې د ۵۱ کمېټو مشران او منشیان هم وټاکل شول.

د سولې مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري.

د جرګې یو شمېر غړي بیا له دې اندېښمن دي چې ممکن دغه جرګه څو نورو ورځو ته هم وغځېږي.

د جرګې یوې غړې لینا شېرزاد وویل:

"که وضعیت همداسې روان وي او هرڅوک په خپل زړه کار وکړي، د دې ډېر احتمال شته چې دغه جرګه وغځېږي."

خو د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د لویې جرګې کارونه د مهالویش پر اساس روان دي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل , June 23, 2014
ارشیف، د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاوالحق امرخېل , June 23, 2014

نوموړي زیاته کړه:

"تراوسه خو موږ له مهالویش نه وروسته نه‌یو پاتې، خو که اړتیا وه بیا د جرګې مشر او ادارې پلاوی تصمیم ونیسي."

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې د جرګې د کمېټو د مشرانو تر ټاکلو وروسته یادو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.

د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه تېره ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانېستل شوه.

په‌دغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۳۰۰ تنه یې مېلمانه او پاتې یې غړي دي.

په‌دغه څلور ورځنۍ جرګه کې به پر دې بحث وشي چې له طالبانو سره څنګه او پر کومو شرایطو سوله کېدای شي؟

وسله‌والو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي وو چې ګډون په‌کې ونه‌کړي.

بل‌خوا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو ځنیو نوماندانو دا جرګه نمایشي او د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین بللې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG