د سولې د مشورتي لویې جرګې ډېری تحریموونکي ګوندونه، انتخاباتي ټیمونه او سیاسي څېرې وايي، له غوښتنو سره سره بیا هم پهدغه جرګه کې ګډون نهکوي.
ددې جرګې ډېری تحریم کوونکي د دغې جرګې د رئیس عبدالرب رسول سیاف غوښتنې ته په غبرګون کې زیاتوي چې د تحریم په اړه د دوی پریکړه لا پرځای دی.
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار حکمت صافي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه پرېکړه په شعوري ډول کړې ده.
نوموړی وايي:
"د جرګې د تحریم پرځای چې کومه پریکړه شوې پرځای ده، تحریم په شعوري توګه شوی، موږ د داسې غونډو اوس او بیا هم خلاف یو، د جرګو دود ته احترام لرو، د جګړو ختمول غواړو، جرګې باید شخصي نهشي."
د سولې مشورتي لویه جرګه چې تېره ورځ پيل شوه، له ټول افغانستانه ۳۲۰۰ کسانو پهکې ګډون کړی او ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
- د حکومت اجرائیه رئیس.
- پخوانی ولسمشر.
- د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار.
- جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید حنیف اتمر
- او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ۱۲ اتنخاباتي ټیمونو جرګه تحریم کړې ده.
د دغې جرګې رئیس عبدالرب رسول سیاف د جرګې په لومړۍ ورځ له تحریم کوونکو وغوښتل چې بېرته په جرګه کې ګډون وکړي:
"هغه دوستان چې نشته هغوی هم راځي، ډاکټر صاحب عبدالله د سولې مینهوال دی، واړه واړه نزاکتونه چې د کار په برخه کې لرو هغه حلېږي، تاسې ډاډه اوسئ، له دې ځایه پرې غږ کوم چې د جرګې په وروستۍ ورځ دلته تشریف راوړي."
خو د حنیف اتمر په مشري د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم ویاند قادرشاه وايي چې دغه جرګه کمپایني بڼه لري، نو ځکه ورکې برخه نه اخلي.
نوموړی وايي:
"موږ پهدې مرحله کې په جرګه کې ګډون نهکوو، ځکه د جرګې اهداف کمپایني دي او همداشان د بینالافغاني مذاکراتو د جوړېدا خنډ ګرځي."
بلخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دغه جرګه د فرمایشي ده، د ستونزو د حل پرځای ستونزې رامنځته کوي.
د دغه ګوند د مطبوعاتي ټیم غړی فضل غني حقمل وايي، هېڅکله به هم حزباسلامي پهدغه جرګه کې ګډون ونهکړي.
دی وايي:
"دا جرګه یوه فرمایشي جرګه ده، نه یوازې ستونزې نهشي حلولای بلکې ستونزې نورې هم ډېروي، حزب اسلامي به په جرګه کې ګډون ونهکړي."
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
خو د لویې جرګې د جوړېدونکي کمېسیون د دارلانشاء مرستیال ضیاالحق امرخېل دغه څرګندونې ردوي او وايي چې دغه جرګه د سولې د مشورې لپاره راغوښتل شوې او یوازې به حکومت ته د سولې په اړه مشورې ورکوي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د جرګې په پرانېست غونډه کې وویل چې د تحریم کوونکو په اړه څه نه وايي، قضاوت خلکو ته پریږدي او دا یې هم وویل چې دا جرګه کمپایني بڼه نهلري او که دا نیت یې درلود نو، نوم یې پرې لویه جرګه نه کېښود.
راپور: رحمتالله افغان