د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، هيلهمند دى چې په ليبيا کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره هڅې په راروانو دوو اوونيو کې نتيجه ورکړي.
په دې اړه نور: ډونالد ټرمپ په لیبیا کې له قوماندان خلیفه حفتر سره ټيليفوني خبرې کړيد روېټرز اژانس په حواله، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه، پرون چهارشنبه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې په يوه کنفرانس کې وويل، په ليبيا کې د ښکېلو لورو ترمنځ تماسونه ټينګ شوي دي.
ښاغلي سلامه دغهراز زياته کړه چې هيلهمند دى د دغو تماسونو نتيجه د مې مياشتې په لومړيو کې يعنې د روژې تر پيل مخکې وليدل شي.
د قوماندان خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا ملي اردو او د ليبيا د هغه حکومت ترمنځ جګړه روانه ده چې ملګري ملتونهيې په رسميت پېژني، خو روسيه، مصر او متحده عرب امارات د خليفه حفتر د ليبيا د ملي اردو ملاتړ کوي.
خليفه حفتر په بنغازي ښار کې د ليبيا د حکومت تر څنګ خپل موازي حکومت اعلان کړى دى.
د خليفه حفتر تر مشرۍ لاندې د ليبيا د ملي اردو او د ليبيا د دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه درې اوونۍ مخکې وروسته له هغې پيل شوه چې د خليفه حفتر ځواکونو پر طرابلس حمله وکړه.
د ليبيا د ملي اردو ځواکونه د طرابلس له ځينو سيمو شا ته تمبول شوي دي.
په دې اړه نور: «WHO»: د طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شويد ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي غسان سلامه د دې لپاره ايټاليا ته سفر کړى چې په ليبيا کې د احتمالي اوربند لپاره ملاتړ جلب کړي.
ليبيا چې پخوا د ايټاليا مستعمره وه، د پناه غوښتونکو د ټرانزيت مهمه لار ګڼل کېږي.
د افريقايي هېوادونو په پناه غوښتونکو ډکې کښتۍ د ليبيا له شماله د ايټاليا ټاپوګانو ته ځي او وروسته ځانونه اروپا ته رسوي.
د ايټاليا ځيني ټاپوګان د شمالي افريقا هېواد ليبيا سره څېرمه پراته دي.
د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انزو مواویرو «Enzo Moavero» چې په روم کې له غسان سلامه سره په خبري کنفرانس کې حاضر و وويل، ده اروپايي ټولنې ته ليکلي چې د پناه غوښتونکو د احتمالي لويې جوپې په وړاندې مبارزه وکړي.
ليبيا چې په تېلو غني هېواد ګڼل کېږي په ٢٠١١ میلادي کال کې د لوېديځ د تهاجم په مرستهيې ديکتاتور مشر معمر القذافي له واکه وپرځول شو.
دغه هېواد له هغې راهيسې، له سياسي بحران او خونړيو جګړو سره لاس و ګرېوان دى.