د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي سرمفتش يا سیګار د وروستي راپور په تړاو افغان حکومت وايي، د سولې په خبرو کې به د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
پهداسې حال کې چې سیګار د سولې په ممکنه هوکړه کې په افغانستان کې د بشري ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر خوندیتوب اندېښنه ښودلې، خو د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې په هېڅ صورت به د خلکو په حقونو او لاسته راوړنو معامله ونهشي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د دوشنې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان په هېڅ وجه شاته نهګرځي.
نوموړي زیاته کړه:
په دې اړه نور: سیګار: له سولې وروسته به افغان حکومت له نړیوالو مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي"د سولې په بهیر کې به د هېڅچا حق ضایع نهشي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې به له نابودۍ او ننګونو څخه خوندي وي، د ښځو حقونه او وروستۍ لاسته راوړنې موږ ته مهمې دي، نو ټول خلک په ځانګړې توګه ښځې باید ډاډه وي چې هېڅچا ته دا اجازه نهورکول کېږي څو د افغانانو په حقونو معامله وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې د سیګار په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د سولې په ممکنه هوکړې سره په افغانستان کې په څو کلیدي مواردو کې د جدي خطر د پېښېدو احتمالي امکان لیدل کېږي.
- د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پياوړتیا.
- ترورېزم سره مبارزه.
- بشري ارزښتونه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خوندیتوب.
- د قانون حاکمیت او ډموکراسي.
- د فساد او مخدره موادو پر وړاندې دوامداره مبارزه.
- اقتصادي وده او پراختیا.
- د نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د امریکا په مالي ملاتړ د پلي شویو پروژو ساتنه هغه عمده موارد دي چې په اړهیې سیګار پهخپل راپور کې اندېښنه ښودلې ده.
خو دا لومړی ځل نهدی چې د سولې د روانو هڅو او خبرو اترو په لړ کې د افغانانو د حقونو او د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو په اړه اندېښنه ښودل کېږي.
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، لومړۍ مېرمنې رولا غني او يو شمېر نورو افغان چارواکو ویلي چې د ښځو پر حقونو او خپلواکیو به معامله ونهشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب د افغانستان د حکومت لپاره سره کرښه ده.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له رئیسې فدریکا موګرېني او یو شمېر نورو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول، د افغان ښځو او ماشومانو حقونه د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي.
يو شمېر نړیوالو بنسټونو چې له ډلې یې د بخښنې نړیوال سازمان دا شان ویلي چې افغانې ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکي کې مهم رول ولري او که ښځې له دغه بهیره واېستل شي او يا هم د هغوی په حقونو معامله وشي دغه بهیر بېارزښته دی.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د حاکمیت په دوران کې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو حقونو محرومې وې او پرته له چادرۍ او نارینه څخه ورته له کوره د وتلو اجازه نهوه.
دا شان ښځو ته ښوونځي ته د تګ، کار کولو او په سیاسي مسایلو کې د ګډون اجازه نهوه.
بلخوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي چې د ښځو له حقونو څخه دفاع د دوی دنده ده او افغانې ښځې به د خپلو ازاديو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نهشي.
نوموړې وايي:
"موږ ته د پخوا په شان هر حالت د منلو نهدی، چوپ نهپاتې کېږو، مقاومت کوو او د ښځو د حقونو څخه دفاع ته چمتو یو، ښځې د ټولنې مهمه برخه جوړوي چې له پامه غورځولیې تلپاتې سوله نهده."
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالان چې له ډلې یې شکریه جلالزۍ ټینګار کوي چې د سولې په خبرو کې باید ښځو ته حق ورکړل شي، څو د دوی له انساني حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي.
افغان ښځو هم په بېلابېلو ناستو کې د خپلو ازاديو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې شاته به لاړې نهشي.
راپور: محمد واصل وصال