د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

رولا غني: افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې د دوی پرحقونو څوک معامله وکړي


د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني
د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

په افغانستان کې نن جمعه په‌داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې یو شمېر ښځې اندېښنه لري چې د سولې په خبرو کې به د دوی پر حقونو معامله وشي.

خو د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني وايي چې اوس وخت بدل شوی او افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې د دوی پر حقونو څوک معامله وکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"پرونی افغانستان نه‌دی، کلونه تېر شوي، په ۱۹۹۶ میلادي کې چې دوی «طالبان» واک ته ورسېدل په افغانستان کې یو ډول ګډوډي او ویراني وه، حکومت نه‌وو، اردو نه‌وه، هېڅ شی نه‌وو. خو اوس د هغه مهال خلاف په تېرو ۱۷ – ۱۸ کلونو کې حکومت او سیسټم رامنځته شو، اوس وضعیت ډېر بدل شوی دی، هماغه وخت چې طالبان واکمن شول، ښځې ډېرې منزوي وې خو اوس ښځې ډېر قوي حضور لري."

رولا غنی: در مذاکرات صلح بالای حقوق زنان سازش نمیشود
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:58 0:00

مېرمن غني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې همدا راز وویل چې ښځو په خپله خپل غږ پورته کړی دی.

د قطر په دوحه کې د طالبانو او د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایانو ترمنځ خبرې روانې دي. په‌دې خبرو کې د افغانستان حکومت ګډون نه‌لري.

په همدې حال کې د بخښنې نړیواله موسسه وايي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال ښځې په کور کښېنول شوې وې، بشري حقونه ترې اخېستل شوي وو، خو اوس افغان ښځې ځانګړی وزارت لري چې په ټولو ولایتونو کې ریاستونه لري.

دې موسسې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو د هلوځلو په نتیجه کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د تشدد د پای ته رسېدا د قانون د تصویب یادونه هم کړې ده.

مېرمن غني هم په افغانستان کې د ښځو د بریاوو یادونه کوي او وايي چې دا پرمختګونه په شا نه‌شي تمبول کېدای:

"اوس ښځې په ټولنه کې ډېرې فعالې دي؛ په ټولو سطحو کې، که سیاست وي یا ټولنه یا اقتصاد، دوی موجودې دي اوس یې څوک حذف کولی نه شي."

د بخښنې د نړیوالې موسسې د جنوبي اسیا کمپاینره سمیرا حمیدي وايي په تېرو ۱۷ کلونو کې هغه بریاوې چې افغان ښځو په سخته ترلاسه کړي باید په هيڅ قیمت له لاسه ونه وځي.

د بخښنې نړیواله موسسه وايي چې لاهم افغان ښځې له تشدد سره مخامخ دي او د جګړې د قربانیانو یوه لویه برخه بې‌ګناه ښځې تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG