د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

سرابي: له بده‌مرغه د خلیل‌زاد او طالب استازو په خبرو کې ښځې هېڅ ګډون نه‌لري


ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي

یو شمېر افغان مېرمنې وېره لري چې ښایي د څو کلونو پر لاسته راوړنو او حقونو یې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرو کې معامله وشي.

یوه له دغو مېرمنو د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي ده.

حبیبه سرابي وایي، د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ښځو د نه‌ګډون له کبله اندېښنه لري.

مېرمن سرابي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په‌دې اړه د لا ډاډ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د سولې په اړه د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ښځو استازو ته بلنه ورکول مهم دي.

نوموړې وايي:

"له بده‌مرغه په هغو مذاکراتو کې چې د ښاغلي خلیل‌زاد او د طالبانو د استازو ترمنځ کېږي، هېڅ ښځې ګډون نه‌لري. دا زموږ د اندېښنې وړ دي. موږ د ښاغلي خلیل‌زاد، د امریکا له سفیر او د بېلابېلو ټولنو او هغو کسانو سره چې په پرېکړو کې رول لري، خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.​"

مېرمن سرابي زیاته کړه چې افغان مېرمنو د سولې په خبرو کې د دوی د حقونو د قرباني کېدو د مخنیوي لپاره پراخ کمپاینونه وکړل.

تمه ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ پلاوی او وسله‌والو طالبانو استازي د راتلونکې دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې یو ځل بیا سره وګوري.

دواړو لورو د په جنورۍ کې هم شپږ پرله‌پسې ورځې په قطر کې خبرې سره وکړې.

تر هغو خبرو وروسته زلمي خلیل‌زاد وویل چې په اصولو کې د سولې پر یوه چوکاټ موافقې ته رسېدلي، خو زیاته‌یې کړه چې هېڅ توافق‌یې وروستی نه‌دی.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې روسیه هم د طالبانو او د افغانستان د لسګونه سیاستوالو او ګوندونو د مشرانو کوربه وه.

د مسکو په غونډه کې طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډون کړی وو.
د مسکو په غونډه کې طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډون کړی وو.

د مسکو په غونډه کې یوازې فوزیه کوفي او حوا علم نورستانۍ د افغانستان د ښځو په استازیتوب ګډون کړی وو.

د ښځو د حقونو یوه فعاله ملالۍ شینوارې په هغې غونډه کې د دوو ښځو ګډون نمایشي بولي.

مېرمن شینوارې تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې انتقاد وکړ چې د امریکایي پلاوي او وسله‌والو طالبانو ترمنځ خبرو کې ښځو ته د ګډون بلنه نه‌ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې ښځې د خپلو حقونو د دفاع لپاره د منطقي استدلال وړتیا لري.

د ښځو د حقونو یوه فعاله ملالۍ شینوارې
د ښځو د حقونو یوه فعاله ملالۍ شینوارې

وسله‌والو طالبانو د فبرورۍ په پنځمه په یوې اعلامیه کې وویل چې د اسلامي اصولو سره سم د ښځو حقونو تضمین ته ژمن دي، په داسې ډول چې نه د ښځو مشروع حقونه نقض شي او نه هم د افغانستان ارزښتونه وګواښل شي.

دغې ډلې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال ښوونځیو ته د ډېرو نجونو د تګ او په رسمي دفترونو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیوله.

هغو ښځو او نجونو چې د طالبانو سپارښتنې نه‌عملي کولې، په دُرو به‌یې سزا لیدله.

XS
SM
MD
LG