د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

دې هېل: د افغان ښځو ازادۍ باید د سولې د یوې نیمګړې موافقې قرباني نه‌شي


ارشیف، په کندهار کې یو شمېر مېرمنې خپلې رایې کاروي
ارشیف، په کندهار کې یو شمېر مېرمنې خپلې رایې کاروي
  • ډېفېنس نیوز انلاین

امریکایۍ ډېفېنس نیوز انلاین خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا د کانګرس یو شمېر مهمو غړو د جرمني د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر کتنې وروسته د شنبې په ورځ له افغانستانه په هغه پراخه کچه د ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ چې ولسمشر ټرمپ‌یې له دې مخکې د سوریې په اړه اعلان کړی و.

د کانګرس دغو غړو ویلي چې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې یې له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د سولې د پروسې، په‌دې بهیر کې د روسیې د وروستۍ ښکېلتیا او په‌دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه بحث کړی دی.

د امریکا د کانګرس د دواړو ډموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو په‌دغه پلاوي کې چې له ولسمشر غني سره‌یې کتلي د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې رئیس جم اینهوف، د استازو د جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې جګ‌پوړي غړي مک تورنبري او د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس جمهوري غوښتونکي جم ریش او د دې کمېټې جګپوړي غړي باب مینیندیز شامل وو.

د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د امریکا د کانګرس شااوخوا ۵۰ غړي ورغلي چې تر دې مخکې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

ډېفېنس نیوز لیکي:

ولسمشر غني د تړلو دروازو تر شا غونډه کې د کانګرس غړو ته ویلي چې دی ډاډه دی چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه ډ ټرمپ پرېکړه به د دې هېواد په شرایطو پورې تړلې وي، خو د خپرونې په وینا د کانګرس اکثرو غړو ویلي چې دوی په اوس وخت کې له افغانستانه په هره بڼه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالف دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل هم د شنبې په ورځ کنفرانس ته په وینا کې د ټرمپ د ادارې له‌خوا د نورو یو اړخیزو اقداماتو تر څنګ په بېړه له سوریې او افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ناټو مأموریت د امریکا پر ونډې پورې تړلی دی.

ډېفېنس نیوز خپرونه لیکي:

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې مخکې د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل چې په منځني ختیځ او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کموي.

ټرمپ دغه‌راز له طالبانو سره د امریکا خبرې هم رغوونکې وبللې او ویې‌ویل چې اوس‌یې وخت دی چې لږ تر لږه سوله وازمویل شي.

  • دې هېل

په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه بیا امریکایۍ دې هېل خپرونه د افغان ښځو ازادۍ باید د سولې د یوې نیمګړې موافقې قرباني نه‌شي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

په څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې جدي هڅې پیل شوې دي.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو په وروستي پړاو کې د راتلونکو خبرو اترو لپاره یو چوکاټ هم په ډاګه شو چې په‌کې له افغانستانه په تدریجي ډول د امریکایي سرتېرو وتل، د سخت دریځو له‌خوا بیا له دې هېواده د پناه ځای په توګه کار نه‌اخیستل، اوربند او په راتلونکو خبرو کې د افغان حکومت شاملول هم شامل دي.

دې هېل لیکي:

دې ته په پام سره چې په‌دې خبرو کې د ښځو د حقونو مسئله څنګ ته شوې، د قدرت د وېش د یوه احتمالي مېکانیزم او اساسي قانون کې تعدیل به چې هغه به بېرته د طالبانو بې‌رحمانه واکمنۍ ته د په شا تګ په معنی وي، اندېښنې زیاتې شوې دي.

د خپرونې په لیکنه په‌دې خبرو کې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته لومړیتوب نه‌دی ورکړل شوی او دې مسئلې له ښځو سره اندېښنې زیاتې کړي چې ژوند، ازادي او ټولنه به‌یې په روانو خبرو کې د داسې یوې نیمګړې او مؤقتي موافقې قرباني شي چې نهایتاً نتیجه به‌یې تل‌پاتې سوله نه‌وي.

XS
SM
MD
LG