د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور د ۱۳۹۸ نوي کال «نوروز» په مناسبت د مبارکۍ په یوه وېډیويي پیغام کې د ملي یووالي حکومت د امنیتي چارو له وزیرانو سره د خپل نوي تفاهم پر عملي کېدو ټینګار کړی.
ښاغلي نور پهدغه وېډیویي پیغام کې ویلي چې په مزار شریف کې د پخواني امنیه قوماندان د لیرې کېدو پر سر د تېرې اوونۍ وسلهوالې شخړې وروسته، نوموړی د ولسمشر غني په تفاهم د کورنیو چارو او دفاع سرپرست وزیرانو سره یوه سیاسي تفاهم ته رسېدلی او هیله لري چې مرکزي حکومت د دغه تفاهم په عملي کولو کې ژمن پاتې شي.
عطا محمد نور وايي چې د بلخ پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع د ده او د ولسمشر غني ترمنځ د یوه تفاهم پر اساس د دې ولایت د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی و، خو تېره اوونۍ د نوموړي له اطلاع پرته مرکزي دولت اکرم سامع له دندې ګوښه کړ.
ښاغلي نور وویل چې هغه د تېرې پنجشنبې ورځې د جګړې له پیله مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره خبرې وکړې، څو د بلخ امنیه قوماندان په توګه د درېیم کس پر ګمارلو توافق وشي او دا ناندرۍ په سولهییز ډول حل شي، خو داسې ونهشول.
په دې اړه نور: اسدالله خالد: عطا محمد نور د بلخ له نوي امنیه قوماندان سره مخالفت نه لريد بلخ پخوانی والي زیاتوي چې په مزار شریف کې د نوي امنیه قوماندان د ټاکلو لپاره د نظامي واکه کار اخیستنه او پر امنیه قوماندانۍ حمله، د نوموړي د بدنامۍ په هدف د حکومت یوه هڅه وه.
ښاغلي نور د خپلو خبرو په یوه برخه کې په افغانستان کې د سولې په باب پیل شویو مذاکراتو ته هم اشاره کړې او وايي چې ځیني استبدادي او تمامیت غوښتونکي کړۍ هڅه کوي، څو د شخصي ګټو په مقصد د سولې خبرې او پيل شوې هڅې تخریب کړي.
عطا محمد نور سره له دې چې له کومې ځانګړې ډلې یادونه نهده کړې، خو د سیاسي چارو د شنونکو په باور چې له دغه خبرو د نوموړي هدف، د افغانستان د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته اشاره ده.
په دې اړه نور: د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت مسؤلانو ته معرفي شوښاغلي محب تېره اوونۍ په امریکا کې په یوه ناسته کې د افغانستان د سولې په باب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي باندې نیوکه وکړه او ویېویل چې زلمی خلیلزاد غواړي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان دولت څنډې ته کړي.
سره له دې چې د جمعیت ګوند د اجرائیه مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د یادو څرګندونو په اړه د حکومت کومې معتبرې سرچینې غبرګون نهدی ښودلی، خو د تېرې جمعې په ورځ د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په بلخ کې د محلي چارواکو سره تر کتنې وروسته وویل چې له ښاغلي نور سرهیې خبرې کړي او د نوموړي غوښتنې او مشورې به له مرکزي حکومت سره شریکې کړي.
ښاغلي خالد په بلخ کې رامنځته شوي کړکېچ ته په اشارې سره وویل چې په بلخ کې وضعیت عادي دی او له دې وروسته عطا محمد نور د بلخ نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د کار له دوام سره مخالفت نهلري.
د دفاع سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه چې د عطا محمد نور د وسلهوالو پلویانو او د بلخ نوي امنیه قوماندان ترمنځ ترسره شوې وسلهواله شخړه هېڅ ډول سیاسي هدف نهلري او د هېڅ لوري له پلوه کومه توطئه نهده.
سره له دې چې تر اوسه مشخصه نهده چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د بلخ پخواني والي څه ډول تفاهم ترسره کړی او په یاد تفاهم کې کوم موارد شامل دي، خو کارپوهان وايي چې ښاغلی نور هڅه کوي چې د بلخ امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز دې له دندې لیرې او پر ځای یې هغه ته یو وفاداره کس د نوي امنیه قوماندان په توګه وګمارل شي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی