د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

اسدالله خالد: عطا محمد نور د بلخ له نوي امنیه قوماندان سره مخالفت نه لري


د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

د کورنیو چارو او د دفاع سرپرستو وزیرانو په بلخ کې د رامځته شوي امنیتي کړکېچ د حل په هدف د جمعې په ورځ د دې ولایت له محلي چارواکو او له پخواني والي عطا محمد نور سره ولیدل.

له دغو کتونو وروسته د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کورنیو چارو وزارت له سرپرست مسعود انداربي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په مزار شریف کې وویل چې د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د دفاع سرپرست وزیر وویل چې هغوی د بلخ له پخواني والي عطا محمد نور سره چې تر دې پخوا یې د ښاغلي مبارز د ګمارنې په وړاندې وسله وال مخالفت وښود، خبرې او مشورې کړي او اوس مهال عطا محمد نور د بلخ له نوي امنیه قوماندان د کار او فعالیت په اړه کوم مخالفت نه لري.

هغه وویل:

"تېر ورځ یې هم کوم خاص پیغام نه درلود، نن یې هم خپلې مشورې له مونږ سره شریکې کړې او کوم مخالفت نه لري."

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور
د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور

اسدالله خالد وايي، د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري چې تر دې پخوا د پولیسو د ۸۸۸ یمې قطعې له خوا د جګړې پر مهال بندي شوی و، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په امر به د پخوا په شان خپله دنده پر مخ بیايي.

همدا راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي وايي چې په بلخ کې د پنجشنبې د ورځې په جګړه کې ځیني غیر مسؤل وسله وال نیول شوي چې په وړاندې به یې د قانون مطابق چلند ترسره وشي.

ښاغلی انداربي وايي چې د بلخ ولایت په نا امنو سیمو او ولسوالیو کې د ترورېستي ګواښونو د ختمولو په مقصد تازه دمي ځواکونه یادو سیمو ته واستول شي، خو اوس مهال د پولیسو تر ټولو مهم اولویت د مزار شریف ښار د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

هغه زیاته کړه:

"ان شالله چې ټول ځواکونه به هغو ځایونو ته استوو چېرې چې د خلکو او ولسوالیو په وړاندې امنیتي ګواښ موجود وي، دوی په عاجل ډول استول کېږي او عملیات به کوي، خو د مزار شریف امنیت تر ټولو ډېر د اهمیت وړ دی."

د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند محمد حنیف اتمر د تېرې پنجشنبې د ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې په بلخ ولایت کې رامنځته شوی امنیتي تشنج سیاسی توطیه او تصمیم نه و او له ټولو نوماندانو یې وغوښتل چې د دا ډول څرګندو په ذریعه امنیتي سکټورونه په سیاسي مسایلو کې دخیل نه کړي.

دفاع وزیر محمد حنیف اتمر ته په خطاب کي وویل:

"له ټولو سیاستوالو زمونږ غوښتنه دا ده، څرنګه چې امنیتي ارګانونه متعهد دي چې په سیاسي چارو، انتخاباتو او کمپاینونو کې سهم نه اخلي، همدا ډول هیله کوو چې د امنیتي سکټورونو په مسایلو کې سیاست مه ور ګډوئ، هېڅ کوم سیاسي تصمیم نه دی نیول شوی."

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یوه فېسبوکي بیان کې ویلي دي چې په بلخ کې د پنجشنبې د ورځې نښته د دولت له لوري پر خلکو وسله واله حمله وه او نوموړي د یادې موضوع په تړاو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره خبرې کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG