د سولې شورا: د حکومت له دخالته پرته د روانې لانجې سياسي حل ممکن نه‌دى

د سولې عالي شورا د اجرائيه پلاوي غړي او سلاکار عبدالحکيم مجاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د حکومت له دخالت پرته د روانې لانجې سياسي حل ممکن نه‌دى.

د سولې عالي شورا ټينګار کوي، د سولې په هر ډول مذاکرو کې بايد افغان حکومت دخيل وي.

د دې شورا يو مخکښ غړى وايي، که په دغو مذاکرو او پرېکړو کې حکومت څنډې ته پاتې شي، د دايمي سولې او ثبات ټينګښت به ناشونى وي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړى دى، خو له افغانستانه‌يې د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کړى دى.

د سولې عالي شورا د اجرائيه پلاوي غړي او سلاکار عبدالحکيم مجاهد پرون ازادي راډيو ته وويل، له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو تر احتمالي وتلو وروسته بايد ټول اړخونه په سياسي حل کې دخيل وي.

د سولې عالي شورا لوګو

نوموړي زیاته کړه:

"له افغانستانه د خارجي قواوو په وتلو سره بايد داسې سوله او ثبات او سياسي فضا رامنځته شي چې په افغانستان کې د قضيې ټولې خواوې په‌کې دخيلې وي. يو له مهمو اړخونو د افغانستان حکومت دى، څو چې د افغانستان حکومت په يوه سياسي حل کې دخيل نه‌وي، ټولې هغه فيصلې چې هلته «په قطر کې» کېږي هغه به په اجرائيوي ډګر کې له مشکلاتو سره مخامخ کېږي. زه باور نه‌لرم چې هغه حل‌لار به داسې حل لاره وي چې په افغانستان کې به دايمي سوله او ثبات رامنځته کړي."

امريکايۍ ورځپاڼې دې هېل «The Hill» د تېرې جمعې په ورځ راپور ورکړى و چې د سولې مذاکرو ته په پام سره تر اوسه وسله‌والو طالبانو يوازې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر تنظيم بحثونو ته لېوالتيا ښوولې ده.

دغه ډله تر اوسه نه‌ده حاضره شوې چې له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.​

په دې اړه نور: ارګ: په قطر کې د سولې د خبرو له ټول جریانه خبرېږو او مشورې راسره کېږي

د تبصرې لیکونکي اندېښنه ښودلې که طالبان د افغانستان له حکومت سره سوله ونه‌کړي او امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، په افغانستان کې به د دایمي سولې برخلیک څه وي؟

په قطر کې د امريکايي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذکرو د پنځم پړاو شااوخوا دوه اوونۍ کېږي.

د سولې د روانو هڅو په اړه پرون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، د سولې پروسه باید په دقت پر مخ لاړه شي.

د افغان ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري

د جمهوري رياست وياند هارون خچانسوري تېره جمعه ازادي راډيو ته ويلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تماس کې دى او د روانو مذاکرو په اړه معلومات ورسره شريکوي.