د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره د سیاسي ګوندونو او حکومت لهخوا یو اړخېزې هڅې به د دې پروسې د ناکامۍ سبب شي.
محمد کریم خلیلي د جمعې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال په حکومت او سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د سولې لپاره ګډې هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"که د ملي وحدت حکومت رهبري د سولې پروسه په یوازې ځان تعقیب کړي دا په ښکاره وایم چې پروسه ناکامه ده او که سیاسي ګوندونه دا پروسه په یوازې توګه څاري بیا هم ناکامه ده، موږ هغه مهال کولی شو چې پروسه بریا ته ورسوو چې په ګډه او وحدت سره یوځای هڅه وکړو."
ښاغلي خلیلي وویل، دا بهېر به د نړیوالو همکارانو په ملاتړ او بینالافغاني مذاکراتو پر مخ ولاړ شي.
دا پهداسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې یو شمېر سیاسي څېرو له وسلهوالو طالبانو په قطر کې سره لیدلي دي.
پهدغو راپورونو کې ویل شوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو اترو یو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال قطر ته تللي او هلته یې په یو شمېر ناستو کې ګډون کړی.
همدارنګه تر دې مخکې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو هم په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته کړې وه چې افغان حکومت پهکې برخه نه لرله.
خو افغان حکومت بیا دغه ناسته د سولې لپاره سمه هڅه نهده بللې او ویلي یې دي چې دا شان ناستې د افغانستان د امنیت او سولې لپاره ګټه نهکوي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو په کراتو له افغان حکومت سره خبرې رد کړي، خو له یو شمېر سیاسي څېرو سره بیا ناستې لرلې.
خو له دې ټولو سره-سره پهدې وروستیو کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره هېلې زیاتې شوي.
دا پهداسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا د استازو او طالبانو ترمنځ، د سولې د مذاکراتو پنځم پړاو خبرې روانې دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي سید علي کاظمي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"یوه تر ټولو مهمه او ګټوره لاره دا ده چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره همإغږي رامنځته کړي، په یوازې توګه هېڅ هڅه نتېجه نه ورکوي، اوس واک د حکومت لاس کې دی چې ټول لوري سره یوځای کړي."
ښاغلي کاظمي وویل، حکومت ته اړتیا ده، څو د سولې بهیر ښه مدیریت کړي او پرېنهږدي چې ګاونډي هېوادونه ترې ناوړه ګټه واخلي.
راپور: ناجیه ساپۍ