د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

زاخېلوال: قطر کې د سولې حساسه پروسه په کوچنۍ خبره ښه کېدای او زیانمنېدای شي


د روانو خبرو اترو یو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال
د روانو خبرو اترو یو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو اترو یو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د قطر خبرې خپل حساس پړاو ته داخلې شوي چې په کوچنۍ تېروتنه خرابېدای او په یوه کوچنۍ خبره ښه کېدلای هم شي.

ښاغلی زاخېلوال چې مخکې په پاکستان کې افغان سفیر و، د یو شمېر نورو افغان سیاسیونو په ملتیا يې د قطر د ناستې له رسمي خبرو بهر په ځینو ناستو کې برخه اخیستې ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې د قطر په خبرو کې کافي اندازه پرمختګ رامنځته شوی او بین‌الافغاني خبرو اترو ته زمینه هم برابره ده.

نوموړي زیاته کړه:

"خبرې په ډېر حساس پړاو کې دي، پرمختګونه شته، کېدای شي په یوه کوچنۍ خبره روانې خبرې زیانمنې شي او یا په کوچنۍ خبره مخکې لاړې شي، له یوې خوا سره هم دا نیت نه‌شته او یا بې‌حوصله‌ګي نه‌شته چې خبرې اترې خرابې شي، دا البته زه په ښه فال نیسم او هیله لرم چې د خبرو روان پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی

دی وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم له ده سره په‌دې سفر کې ملتیا کوله.

نوموړي وویل چې قطر ته د دوی سفر کومه رسمي بڼه نه‌درلوده، بلکې د سولې د روانو خبرو اترو څخه د خبرېدو په هدف دوحې ته تللي وو.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په مذاکراتو کې بل څوک حضور نه‌لري.

ښاغلي زاخېلوال ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په راتلونکې ناسته کې چې د ده په وینا ممکن د قطر په مرکز دوحه کې ترسره شي، د افغان حکومت پلاوی به هم برخه ولري.

په قطر کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي خبرې پيل کړې دي.

که څه هم په‌دې خبرو کې دوه ورخې دمه راغله، خو لا هم روانې دي.

که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او افغان خاوره د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد نه‌کارېدل هغه مسایل یادېږي چې د قطر د ناستې اصلي اجنډا ده، خو د افغان ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم وايي چې په‌دې ناسته کې په څلورو اساسي موضوعاتو بحثونه روان دي چې دوه‌يې مستقیماً په افغان حکومت پورې اړه لري.

ښاغلي صمیم که څه هم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» ازادي راډيو سره په خبرو کې چاته اشاره ونه‌کړه، خو ويې‌ویل چې د سولې هر ډول خبرې چې د افغان حکومت له لوري تأييد نه‌شي اجرائیوي بڼه نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په قطر یا بل هر ځای کې چې د سولې خبرې اترې روانې وي، تر هغه وخته چې د افغان حکومت له‌خوا تأييد نه‌شي او د افغان حکومت په مالکیت نه‌وي هغه اجرائيوي بڼه نه‌لري، تاسې پوهېږئ چې په دوحه کې په څلورو مواردو خبرې روانې دي چې دوه‌يې مستقیماً په افغان حکومت پورې اړه لري چې په هغې کې اوربند، د بندیزونو لیرې کول، د بندیانو خوشې کول او یو شمېر نور موضوعات دي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډيو ته ویلي چې په کابل کې له طالبانو سره د یوه با صلاحیته افغانستان شموله پلاوي پر جوړېدو کار روان دی او دا پلاوی به په لنډ راتلونکي کې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي.

بل‌خوا ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې پایداره سوله هغه وخت راتلی شي چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دې خبرې ته په هغه راپور کې اشاره کړې ده چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته سپارلی دی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د افغانستان د سولې پر مسئلې خبرې وشي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG