محمد عمر داوودزی: د امریکا او طالب استازو له پنځم پړاو خبرو اندېښمن یم

د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی

د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر وایي، د امریکا د استازو او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو اندېښمن دی.

په‌داسې حال کې چې په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي، د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۴» د "دوامداره سوله د ښځو فعالې ونډې ته اړ ده" په نوم یوه ناسته کې وویل چې د دغو خبرو په اړه خبر دی، خو د جزئیاتو په اړه‌يې خبر نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس موږ وینو او اورو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي او دوامداره دي، موږ باوري یو چې ټولې افغان مېرمنې په‌دې اړه اندېښنه لري، ځکه چې سړی خبر نه‌وي، نو خامخا اندېښمن کېږي، تاسې باور ولرئ چې اوس موږ هم اندېښنه لرو."

نوموړي هغه راپورونه غلط او له سیاسي عقل لیرې وبلل چې ګواکې امریکایانو له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر سر خبرې کړي او همدا شان‌یې له دغې ډلې غوښتي، داسې تضمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به د نورو په خلاف نه‌کارول کېږي.

ښاغلي داوودزي وویل، په‌داسې حال کې چې امریکا له افغان حکومت سره امنیتي تړون لري، امریکا نه‌شي کولای د خپلو ځواکونو د وتلو او حضور په اړه له طالبانو سره تفاهم وکړي، دا د افغان حکومت او امریکا دوه اړخیزه معامله ده، نه د امریکا او طالبانو.

نوموړي زیاته کړه، طالبان چې د افغانستان یوه برخه په واک کې لري، هغوی نه‌شي کولای چې امریکا ته د هېواد د ټولې خاورې په اړه تضمین ورکړي.

ټاکل شوې وه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پنځم پړاو روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېږي، خو تر اوسه د خبرو هېڅ اړخ د خبرو د پای ته رسېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه خبرې چې له تېرو اوو ورځو راهیسې روانې دي د بحث اصلي ټکی يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش او له افغانستانه د امریکا پر ضد د نه‌فعالیت تضمینول دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داوودزی وايي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له مذاکراتو پرته به سوله ټينګه نه‌شي.

ښاغلي داوودزي زیاته کړه، اسلامي جمهوريت د حکومت لپاره سره کرښه ده او اسلامي امارت‌يې هېڅ‌کله ځای نه‌شي نیولی.

له بلې‌خوا د یو شمېر قربانیانو کورنیو چې په‌دې ناسته کې يې حضور درلود ټينګار وکړ چې د سولې په خبرو اترو کې د خپلو خواخوږو وینې نه‌بخښي او د وسله‌والو طالبانو د مشرانو د محاکمې غوښتنه‌يې وکړه.

دوی وویل:

"مینا یم، د خپل ورور د وینې په بدل کې له دولته هېڅ هم نه‌غواړم، موږ له وسله‌والو طالبانو سره هغه مهال سوله غواړو چې د وسله‌والو طالبانو مشران چې په هېواد کې یې د خلکو وینې تویې کړي محاکمه شي."

"زما نوم ذبیح‌الله دی، موږ غواړو ټولو هغو کسانو ته بخښنه وکړو چې زموږ د حکومت مشروعیت ومني، خو طالبان افغان حکومت نه‌پېژني او ولسمشر نه‌مني."

د سولې عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي

له بلې‌خوا د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي چې په‌دغه ناسته کې يې حضور درلود وویل، افغان مېرمنې باید د سولې په پروسه کې په رښتینې معنی ونډه ولري.

د نوموړې په وینا، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو له فعال ګډون پرته دغه پروسه بې‌معنی ده.

راپور: اکرام‌الله اکرام