د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

سپېدار: امریکا حق لري چې د خپلو ځواکونو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي


د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست، سپېدار ماڼۍ
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست، سپېدار ماڼۍ

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي امریکا کولای شي افغان حکومت سره د موافقې په صورت کې په دغه هېواد کې د خپلو ځواکونو د ایستلو او یا هم پاتې کېدلو په اړه تصمیم ونیسي.

که څه هم د افغان حکومت اجرائیه ریاست د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون د وروستیو خبرو په اړه په مشخص ډول نظر نه‌څرګندوي، خو وايي چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو صلاحیت لري او که وغواړي چې په‌دې هېواد کې يې یو شمېر عسکر پاتې شي، نو د افغان حکومت سره له موافقې وروسته دا کار هم کېدای شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۴» ازادي راډيو ته وویل:

"طالبانو په وار وار کومې ژمنې چې کړي په عمل کې يې نه‌دي ثابت کړي چې دوی واقعاً د سولې لپاره پیاوړې اراده لري، امریکا حق لري چې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو یا ایستلو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي او یوې موافقې ته ورسېږي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ښاغلی خوځون وايي چې طالبانو لا هم د سولې خبرو ته ژمنتیا په عمل کې نه‌ده ثابته کړې، ځکه د نوموړي په خبره که دغه ډله په رښتیا هم سولې ته ژمنه وي، نو له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته حاضره شي.

نوموړی د امریکا د ملي امنیت سلاکار وروستۍ څرګندونې همدې ټکي ته په پام ګني.

سپینه ماڼۍ به هېڅکله پر طالبانو په پټو سترګو باور ونه‌کړي.

جان بولتون تازه له «سي. اېن. اېن» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې پر طالبانو باور نه‌لري او که له دغه ډلې سره سوله کېږي هم باید یو شمېر امریکايي سرتېري په افغانستان کې حضور ولري چې دغه هېواد یو ځل بیا د وسله‌والو ترهګرو په خوندي امن ځای بدل نه‌شي.

نوموړي ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا په لومړیتوبونو کې ده او سپینه ماڼۍ به هېڅکله پر طالبانو په پټو سترګو باور ونه‌کړي.

که څه هم طالبانو تازه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د مسکو د غونډې په څنډه کې د دغه ډلې د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي رسنیو ته ویلي و چې د ټولې پروسې د تضمین لپاره باید ملګري ملتونه، اسلامي کنفرانس او نور با رسوخه اړخونه دخیل وي.

ښاغلي ستانکزي دغه‌شان ویلي چې دوی د مسلمانانو په توګه خپلو ژمنو ته وفادار دي او امریکایان هم باید خپلو کړو ژمنو ته ثابت پاتې شي.

له دې وړاندې هم تېره میلادي میاشت فارن پالېسي ورځپاڼې د طالبانو پر ژمنو باور مه‌کوئ، تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې لیکلي و، له افغان طالبانو سره د امریکا د خبرو لومړیتوب باید اوربند، د بهرنیو یرغمل شویو کسانو خوشې کول او له افغان قانوني حکومت سره د طالبانو خبرې وي.

په مطلب کې دغه‌شان راغلي و چې پر طالبانو په داسې یو وخت کې باور کول به یوه لویه تېروتنه وي، ځکه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې یوه د نه‌اعتماد وړ ژمنه کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی وايي، که څه هم دا به له وخت مخکې وي چې د طالبانو پر نیت شک وشي، خو د نوموړي په وینا له سولې وروسته هم په‌دې هېواد کې د یو شمېر بهرنیو سرتېرو موجودیت د نورو جنګي ډلو د ځپلو په هدف ښه دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی

نوموړی زیاتوي:

"زما په نظر څو چې په افغانستان کې بشپړه سوله نه‌وي راغلې، په‌دې هېواد کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو موجودیت حتمي دی، ځکه دلته یوازې طالب نه‌دی چې ستونزې به جوړې کړي، بلکې موږ ډېر جنګ‌سالاران لرو چې دوی قوي وسلې لري او له سولې سره د طالبانو د یوځای کېدو په صورت کې د دوی ګټې په خطر کې لوېږي او په هر حال کې به ګډوډي جوړوي، نو د دوی د ګډوډۍ د مخنیوي په هدف د یو شمېر امریکايي عسکرو پاتې کېدل حتمي دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ پنځم پړاو خبرې روانې دي.

دغه خبرې چې له تېرو اوو ورځو راهیسې روانې دي د بحث اصلي ټکي يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‌وېش او له افغانستانه د امریکا پر ضد د نه‌فعالیت تضمینول دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG