له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو له خبرو د افغانستان اجرائیه ریاست مشروط هرکلی!

سپېدار ماڼۍ، د ملي وحدت د اجرائیه ریاست دفتر

وروسته له هغې چې طالبانو په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د دوی د سولې د مرکچي پلاوي د سفر او له امریکايي او پاکستاني چارواکو سره‌یې د لیدنو کتنو خبر ورکړ، د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي که دغه ناستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل هڅه وي ښه ده او هرکلی ترې کوو، که نه نو د افغان حکومت له مخالفینو سره هر ډول تماس نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په خیر نه‌دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که اړیکې په‌دې خاطر وي چې پر طالبانو د بین‌الافغاني خبرو په خاطر فشار راوړل شي او دې ته اماده کړل شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، نو دا کولای شي یو منطق ولري، خو غیر له دې هر ډول اړیکه د افغانستان او سیمې له وضعیت سره مرسته نه‌شي کولای، بلکې ستونزې به لا زیاتې کړي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

په دې اړه نور: طالبان: په اسلام‌اباد کې به له امریکایي پلاوي سره وګورو

​تېره ورځ ناوخته د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وویل چې د دوی مرکچي پلاوی به د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې د پاکستان په رسمي غوښتنه د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له امریکایي پلاوي سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وګوري.

په دې اړه نور: مهمند: پاکستان ته د طالب استازو سفر د سولې په برخه کې مهم دی

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې مرکچي پلاوي یې تر اوسه د خبرو بلنه نه‌ده ترلاسه کړې، خو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړه لوري به مخکې له دې چې په قطر کې غونډه وکړي، د فبرورۍ په ۱۸مه به په اسلام‌اباد کې سره وګوري.

د طالبانو په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي دي چې مرکچي پلاوی به‌یې د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو به هر اړخیزې خبرې وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد اوس‌مهال د سیمې او اروپا د یو شمېر هېوادونو په ۱۸ ورځني سفر بوخت دی چې پاکستان هم په‌کې شامل دی.

دا ناسته په‌داسې حال کې ترسره کېږي چې لاهم افغان حکومت له طالب استازو سره د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون نه‌لري، اوس پوښتنه دا ده چې دا ناسته به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره څومره ګټوره تمامه شي؟​د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکانی

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني يې په اړه وايي:

"پاکستان غواړي چې امریکایان خوښ کړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې په علني ډول دخیل شي، زما په باور د سولې لپاره یو ګام دی که پاکستان په رښتیا وغواړي او دوه مخې لوبه ونه‌کړي په طالبانو چې کوم نفوذ لري هغې ته په کتو کولای شي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي."

په‌دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي، خو هغه څه چې په‌دې برخه کې مهم ګڼل کېږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي چې لا تر اوسه نه‌دي پیل شوي.

د افغان حکومت او امریکا هڅه همدا ده چې د پاکستان په همکارۍ او له نورو ممکنه لارو څخه په ګټې اخیستنې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې په اړه مخامخ خبرو ته حاضر شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام