د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

کابلوف: دا د امریکا په ګټه ده چې ژر تر ژره خپل پوځیان له افغانستانه وباسي


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

امریکایي چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تر هغو به‌یې ځواکونه په افغانستان کې وي چې شرایط مساعدېږي.

بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اسوشیټېډ پرس اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې دا د امریکا په ګټه ده چې ژر تر ژره خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

نوموړی وايي:

"د دې لوبې په انجام کې به اخر امریکایان ووځي، دا د امریکایانو د ادارې او د دوی د مشرتابه د پرېکړې مربوط ده، هر څومره ناوخته چې دوی وځي هغومره به‌یې لګښت زیاتېږي."

د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جېم اینهف
د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جېم اینهف

د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جېم اینهف د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې ازادي راډیو ته ویلي و چې ده له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کړې دي او هغه ډاډ ورکړی دی چې دا پوځیان به د اوس لپاره هلته وي او شرایطو ته به ګورو.

د روسیې ایټرتاس خبري اژانس خبر ورکوي چې تمه ده ضمیر کابلوف د راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ په ترکیه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره وګوري.

که څه هم تر دې دمه امریکایي چارواکو د دې لیدنې کتنې تأیید نه‌دی کړی، خو تاس اژانس د کابلوف په وینا خبر ورکوي چې د انقرې په غونډه کې به د ترکیې له ډیپلوماتانو سره هم د افغانستان په اړه سلا مشوره وکړي.

کابلوف ادعا کوي چې امریکایان په افغانستان کې ناکامه شوي دي او د همدې لپاره روسانو ته لار پرانیستل شوې ده چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تېره اوونۍ ویلي و چې مسکو له ترهګرۍ سره د جګړې او د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره له اسلام‌اباد سره نږدې همکاري کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخارووا

تمه ده چې د فبرورۍ په ۱۸مه په اسلام‌اباد کې طالبان په یوه غونډه کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم وي برخه واخلي.

دا خبره طالبانو په یوې اعلامیه کې کړې ده او ویلي یې دي چې په‌دې خبرو کې به امریکایي استازي هم ګډون وکړي، خو طالبانو د روسیې د استازو په ارتباط څه نه‌دي ویلي چې په‌دې غونډه کې به برخه اخلي که نه؟

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې غونډې تأیید نه‌دی کړی.

XS
SM
MD
LG