د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې موږ سولې ته ورسوي، خو په خبرهیې په دا شان هڅو او حرکتونو کې باید د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې او قربانۍ خوندي وي.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو سره خبرې کولې وویل چې پهدغه هېواد کې موجوده نظام او اساسي قانون به دوام پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له هر هغې هڅې چې موږ سولې ته نږدې کوي ملاتړ یې کوو، خو پهدغو کوښښونو کې باید د خلکو قربانۍ او ځای او لاسته راوړنې له ډلې یې جمهوري نظام، اساسي قانون، امنیتي او دفاعي ځواکونه او د خلکو فردي حقونه خوندي او د دغو قربانیو له حیثیته استازیتوب وشي، له دې پرته هېڅ ډول سوله د ټینګېدو او وړاندوینې وړ نهده."
ښاغلی عبدالله وايي، هر هغه کس او ډله چې:
- له جګړې لاس واخلي.
- له ترهګرو سره اړیکي پرې کړي
- او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې په سوله کې ژوند وکړي، د افغانستان خلک ورڅخه هرکلی کوي.
ښاغلي عبدالله دغه شان سولې ته د رسېدو لپاره په ملي یووالي او د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي دغه شان وویل، مقام او څوکۍ هغه کیفیت او خوند نهلري چې د سولې په فضا کې د يوه عادي وګړي په شان ژوند يې لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته خپل پنځم سفر پرون پیل کړ.
بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ښاغلی خلیلزاد به د فبروري تر پایه په کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.
ښاغلي غني وویل، چې دی سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه مسکو کې، هغه زیاته کړه چې د سولې د راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې ولس کولای شي.
دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت پهکې برخه نه لرله.
د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډونوالو یوه نهه مادهییز ګډ پرېکړهلیک هم خپور کړ چې پهکې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو خبره هم شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې د انسټيټوټ رئیس حکمت الله اعظمي بیا پهدې باور دی چې په افغانستان کې د سولې هوکړې په بدل کې باید د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې او د خلکو قربانۍ له پامه و نه غورځول شي.
نوموړي زیاته کړه:
"طالب که سوله کوي باید د دې نظام برخه وګرځي نه دا چې له سره نظام جوړ کړي، خو زه فکر کووم اکثریت افغانان بېرته د طالبانو هغه پخوانی نظام چې و،هغسې نه غواړي او ورڅخه زیاتې اندېښنې لري، که چېرې طالب پخپله خوښه نظام جوړوي دا به د اکثریتو افغانانو اندېښنې راوپاروي، د تېرو ۱۷ کلونو چې کومې لاسته راوړنې دي، له دې څخه څوک سترګې نهشي پټولای."
ښاغلی اعظمي وايي، د سولې په هوکړه کې تر ټولو زیات د خلکو نظر او رأیه مهمه ده چې دوی څه غواړي.
د نوموړي په خبره، غوره دا ده چې دواړې لوري په ځانګړي توګه طالبان پهخپل دریځ کې نرمښت وښيې او له حکومت سره پهداسې ډول د سولې خبرو ته حاضر شي چې په هغه کې د خلکو قربانۍ او غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
راپور: محمد واصل وصال