د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره زلمی خلیل‌زاد ۶ هېوادونو ته ځي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد سفر پرون یکشنبه د فبروري له لسمې پيل شو.

بلجیم، جرمني، ترکیه،قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې زلمی خلیل‌زاد به د فبروري تر پایه په‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلی خلیل‌زاد به په دې سفر کې د امریکا له ملګرو او متحدینو سره د افغان سولې په تړاو د ګډو اړخیزو هڅو په چټکتیا وغږېږي او له افغان حکومت سره به مشورې وکړي.

په بیان کې راغلي:

دا سفر د هغو هڅو برخه ده چې امریکا د خپلو ملي امنیتي ګټو د خوندیتوب او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره روانې کړي دي.

د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خاص استازي دا پنځم سفر دی چې د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته یې پيلوي.

خلیل‌زاد همدا لس ورځې مخکې خپل یو سفر چې په‌کې نوموړی هند، چین، پاکستان، قطر او افغانستان ته ولاړ پای ته ورساوه.

ده په قطر کې د طالبانو له استازیو سره شپږ ورځې خبرې وکړې، هغه خبرې چې تر پخوانیو مذاکراتو د ده په باور ډېر پرمختګ په‌کې وشو.

خلیل‌زاد مخکې ویلي و چې له ترورېزم سره پر مبارزې او د عسکرو د وتلو په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی، خو د بین‌الافغاني خبرو او بشپړ اوربند په څېر ډېر حیاتي مسایل لا هم پاتې دي چې کار غواړي.

د رویټرز اژانس د پرونیو معلوماتو له مخې ښاغلی خلیل‌زاد دا وار د فبروري په پنځه ویشتمه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.

ښاغلي خلیل‌زاد پرون یکشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان تر خپرېدو، څو شېبې وروسته ټوېټ وکړ او ویې ویل چې په واشنګټن کې یې له بېلابېلو چارواکو سره د افغان سولې په پروسه کې د امریکا د حکومت په پرمختګونو خبرې کړي.

د خلیل‌زاد د هڅو یوه لویه برخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره دي هغه څه چې افغان حکومت یې غواړي، خو طالبان یې اوس لېواله نه‌دي.

افغان ولسمشر اشرف غني پرون یکشنبه د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته په سفر کې له طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې ورسره وکړي او حکومت چمتو دی چې په کابل یا بل هر ځای کې دفتر ورکړي.

ولسمشر غني د ننګرهار په غني خیلو کې د وینا پر مهال
ولسمشر غني د ننګرهار په غني خیلو کې د وینا پر مهال

ولسمشر غني وویل:

"موږ پایداره سوله راوړو. هغه سوله کې به اول د ټول افغانستان عزت وي. طالبان دفتر غواړي سبا یې په کابل کې ورکوو، ننګرهار کې کندهار کې یې ورکوو. که موږ د دوی امنیت ونه‌ساتو موږ مسوول. ۳۳ زره کسان راغلل په اوربند کې اوبه له اوبو وخوځېدې؟ دا امنیتي ځواکونه راغلل وايي، وروڼه دي عکسونه یې ورسره وانه‌خېستل؟"

په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازولۍ ویاند سهیل شاهین بیا پرون له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې دوی د مسکو په وروستۍ ناسته کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر د رسمي کېدو غوښتنه مطرح کړې.

ده په ننګرهار کې د افغان ولسمشر اشرف غني خبرو ته په اشارې ویلي چې د ده په خبره غني غواړي مسئله بلې خوا ته واړوي او د سولې روانو خبرو ته ضربه ورسوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د فبروري په ۲۸مه له طالبانو سره له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ او له هغه وخت راهیسې یې په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان لپاره دایمي او با عزته سوله غواړي.

صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG