د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

له انتخاباتو مخکې د سولې یوه توافق د رسېدو هڅه!


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد
  • واشنګټن ایګزاماینر

امریکايۍ اوونیزې واشنګټن ایګزاماینر په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې وايي، دی د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د سولې یوه توافق ته د رسېدو هڅه کوي.

ښاغلي خلیل‌زاد د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال وویل، کافي وخت شته او دی باور لري چې په‌دې موده کې د سولې توافق ممکن دی.

خپرونه د دې څرګندونو په اړه لیکي:

خلیل‌زاد هیله‌مند دی چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به یا د جګړې ښکېل اړخونه د سولې موافقې ته ورسېږي او یا به لږ تر لږه د سولې په خبرو کې دومره پرمختګ وشي چې بااعتباره انتخاباتو ته لاره پرانېزي.

خو واشنګټن ایګزاماینر وړاندې یادونه کوي چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو په خبرو کې د افغانستان حکومت حاضر نه‌دی.

خپرونه په‌دې اړه د ښاغلي خلیل‌زاد وینا ته اشاره کوي چې ویلي یې دي د افغانانو ترمنځ خبرې باید ډېر ژر پیل شي، څو دوی وکولی شي چې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره یو پلان جوړ کړي.

خپرونه زیاتوي:

طالبانو یو ځل بیا له افغان حکومت سره خبرې رد کړي دي، خو واشنګټن ایګزاماینر په دې اړه د ولسمشر اشرف غني د یوې وروستۍ مرکې دا وینا را اخیستې ده چې وايي، د سولې په برخه کې هر راز وروستۍ پریکړه به افغان حکومت کوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د هغې اعلامیې په اړه یو مطلب خپور کړی چې وايي، په کابل کې د جرمني د سفارت مخې ته د نژدې دوه کاله مخکې لویې چاودنې او یوې بلې ډله‌ییزې انتحاري حملې پلان جوړوونکی یې- چې د طالبانو له مهمو فعالانو څخه دی نیولی.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په مې میاشت کې د کابل ښار په ډيپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې سترې ټرک بم چاودنې یو نیم سل کسان ووژل.

ملي امنیت د محمد شریف په نوم مشکوک کس د دې چاودنې او په کابل کې د یوې امنیتي کمپنۍ پر ودانۍ د حملې د پلان په جوړولو تورن کړی او له دوو نورو کسانو سره چې وايي، له هغه سره یې مرسته کوله نیولی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

شریف او په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جلب و جذب مسوول ابو عبیدالله متوکل د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په جلا عملیاتو کې نیول شوي.

نیویارک ټایمز د ملي امنیت ادارې د ځانګړو ځواکونو وروستیو عملیاتو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي:

په کابل کې، په وروستیو څو میاشتو کې په تروریستي حملو کې نسبي کموالی راغلی دی چې په پلازمېنه کې د دې او نورو افغان ځواکونو تصفیوي عملیات یې یو مهم علت دی.

XS
SM
MD
LG