د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې راتلونکې ناسته بهيې په دوحه کې وي.
مسکو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د افغانستان د سولې د پروسې د غونډې کوربه و چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر پخوانیو افغان مقاماتو ، سیاستوالو او د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ طالب پلاوي پهکې ګډون درلود.
په دې اړه نور: حامد کرزي او شیر محمد عباس ستانکزي د مسکو غونډه بریالۍ بللېافغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نهو کړی.
د غونډې د پای په ګډ بیان کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو په لیرې کولو ټینګار شوی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي د مسکو غونډه بریالۍ بللې ده.
حامد کرزي د غونډې له ختمېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا غونډه هیله بخښونکې وه.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې افغان سیاستوالو سرهیې ګټورې خبرې وکړې.