سیما سمر: حقیقي سوله د افغانانو له دخالته پرته امکان نه‌لري

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، له وسله‌والو طالبانو سره داسې موافقه چې د ښځو حقونه تضمین نه‌کړي، سوله نه‌شي ټینګولای.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد روانه اوونۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا وار یې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې مثبتې وې.

هغه وویل چې د سولې د موافقې پر طرحه موافقه شوې، خو لا هم ډېر کار پاتې دی.

خلیل‌زاد په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دی خپله د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره د مشورې له مخې کار کوي او دا خبرې سمې نه‌دي چې افغانانو ته په‌دې هڅو کې ځای نه‌دی ورکړل شوی.

د خلیل‌زاد د خبرو په وړاندې له کابله بېلابېل غبرګونونه خپاره شوي دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړ کوونکې د سولې په اړه له خوشبیني سره پر دې چې ښايي د ښځو پر بنیادي ازادیو معامله وشي، اندېښنه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې، سیما سمر له ازادي راډیو سره په مرکه کې په‌دې اړه وویل چې حقیقي سوله د افغانانو له دخالته پرته امکان نه‌لري.

سیما سمر زیاته کړه:

"فعلاً، په افغانستان کې د سولې د مذاکرو د پیل لپاره خبرې کېږي، تر اوسه اصلي مذاکرې یعنې دا چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني، نه‌دي پیل شوي."

سیما سمر وویل، د بشري حقونو د تأمین پرته د سولې موافقه به داسې غیر مناسب شرایط رامنځته کړي چې افغانانو ته به د منلو وړ نه‌وي.

په ناروې کې د افغانستان سفیرې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته همدا خبره وکړه او ویې‌ویل چې د بیان ازادي، ازادې رسنۍ، د افغانستان اساسي قانون او د قانون د حاکمیت سیستم باید له هر ډول سیاسي معاملې مصون وي.

په ناروې کې د افغانستان سفیره شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ زیاته کړه:

"دا بحثونه له پيل راهیسې پرته له دې چې د هغو پرمختګونو په اړه چې د افغانستان ښځو په ۱۸ کلونو کې کړي وضاحت ورکړي، زموږ لپاره د اندېښنې وړ وو."

دې لوړ رتبه ډیپلوماتې په داسې حال کې دا خبرې کړي چې طالبان مکرراً ټینګار کوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوي.

خو په کابل کې د ښځو د حقونو یوه بله مدافع، ثریا صبحرنګ وايي چې د سولې لپاره یو څه قرباني په کار ده.

صحبرنګ خوشبیني څرګنده کړه او ویې‌ویل چې په‌دې خبرو کې د افغانستان د حکومت او امریکا پر تعهد باور لري.

د ښځو د حقونو یوه مدافع، ثریا صبحرنګ

صبحرنګ زیاته کړه:

"مثبت ګامونه اخیستل شوي دي. موږ له خپل ولسمشر سره کتلي او خبرې مو ورسره کړي او هغه ډاډ راکړی چې په هېڅ ډول به هغه پرمختګ چې د افغانستان ښځو کړی یا کوم اساسي قانون چې نافذ دی له خطر سره نه‌مخامخ کېږي او معامله نه‌ورباندې کېږي. موږ پر دې باور لرو."

هغې د ښځو د حقونو فعالانو ته وړاندیز وکړ چې د خپلو غوښتنو یو لیک تیار کړي او حکومت ته‌یې وسپاري، څو له طالبانو سره د مذاکرو د پیل په صورت کې د هغوی د لیک مواد په پام کې ونیسي.