د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

فیفا: غیر اخلاقي غوښتنو ښځې له انتخاباتي پروسې په شا کړي


په بامیان کې د رایه ورکوونکو یو مرکز
په بامیان کې د رایه ورکوونکو یو مرکز

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د ولسي جرګې انتخاباتو ته له ښځینه نوماندانو سره د توپیري چلند او د دوی پر وړاندې محدودیتونو اندېښمن کړی او ادعا کوي چې ګڼې ښځې له دوی نه د ناوړه غوښتنو له امله له دغې پروسې په شا شوي دي.

دغه بنسټ چې د افغانستان د بشري حقونو له کمېسیون سره په ګډه‌يې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې په انتخاباتو کې د ښځو پر ونډې یوه سروې ترسره کړې، موندلي دي چې د ۴۱۸ ښځینه نوماندانو له ډلې له نیمايي زیاتې يې د غیر اخلاقي غوښتنو له امله له دې پروسې بېرته په شا شوې دي.​ارشیف/ د فیفا لوګو

د دغه بنسټ د ښځو او ځوانانو چارو مسؤلې مریم اروین بارکزۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۰» وویل:

"د دغې پروسې ملاتړو او مسؤلینو هم د ښځو لپاره محدویتونه او ستونزې جوړې کړي چې له شمېر یې په‌دغې پروسه کې اخلاقي فساد یاد کړو، له بده‌مرغه له ښځینه نوماندانو ان نامشروع غوښتنې وشوې، دا هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یو دېوال جوړ کړي چې راتلونکي کې ځان نوماند نه‌کړي.​"

دغه بنسټ د ولسي جرګې د انتخاباتو پر مهال په ټول هېواد کې د انصراف ۴ او په بادغیس ولایت کې د یوې نوماندې د وژنې د پېښو یادونه وکړه او له حکومته‌یې د پېښو د عاملینو د سزا غوښتنه وکړه.

له دې سره د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کابل نوماندې مېرمن فهیمې بابکرخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له دې هم د انتخاباتو پر مهال په انتخاباتو کمېسیون کې د یو کس له لوري ناوړه غوښتنه شوې.

نوموړې وویل:

"ګمان مې نه‌کاوه چې تر دې اندازې به درغلۍ کېږي، د انتخاباتي سیالیو له لومړۍ ورځ مو چې خپلې چارې پیل کړې، له یو ډول تاوتریخوالي سره مخ و، هر چېرې به مو چې خپل عکسونه ځړول هغه به‌یې څیرې کول، ماته د انتخاباتو کمېسیون نه یو کس زنګ وواهه، ځينې ناوړه خبرې یې راته یادې کړې، ما ویل نخیر او ومې ګواښه راته‌یې وویل، که رأیې هم ولرئ نه‌بریالۍ کېږئ."

په دغه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې سیما سمر هم ګډون کړی و او اندېښنه‌یې وښوده چې د مخالفو وسله‌والو او زورواکو له لوري د امنیتي ستونزو سربېره ځيني مسؤلینو هم ښځینه نوماندانو او رأی ورکوونکو ته ستونزې جوړې کړې وې.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، که دغه مسئله مستنده شي، نو کمېسیون به‌یې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست

نوموړي زیاته کړه:

"زه نه‌ردوم چې ایا داسې څه شته که نه؟ خو زموږ ټینګار دا دی چې که چېرې کوم کارکوونکي او کوم چارواکِ دا حرکت کړی وي، زموږ غوښتنه له نوماندانو دا ده چې دا مسئله مستنده، عدلي او قضایي ارګانونو ته دې مراجعه وکړي، موږ ژمن یو چې هر څوک چې په هر مقام کې وي د قانون منګولو ته به‌یې سپارو."

فیفا دا هم وایي، که د ولسي جرګې انتخاباتو ته له ښځینه نوماندانو سره د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا ورنه‌کړل شي، راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو کې به د ښځو حضور نور هم کمرنګه وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG