افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په برخه کې د امریکا هڅې د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیتیې د افغان حکومت په لاس کې دی.
ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۸» ولس ته وینا کوله وویل، افغانان سوله غواړي، خو په تدبیر يې غواړي ځکه د ولسمشر غني په وینا نهغواړي په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.
ښاغلي غني د داوود خان او ډاکتر نجیبالله واکمنۍ ته په اشارې سره وویل، دی پوهېږي چې له ډاکتر نجیب سره څه وشول؟ ملګرو ملتونو هغه ته د سولې تضمین ورکړ، خو وروسته هر څه په یوه ناورین بدل شول.
ولسمشر محمد اشرف غني په ټينګار سره وویل چې سوله یوه اړتیا ده، خو د جګړې دوام د پیاوړي افغانستان د جوړېدو مخه نیسي.
نوموړي زیاته کړه:
"د طالبانو لهخوا تاوتریخوالی او د جګړې دوام د یو قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده، زه پر طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي، د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او له حکومت سره جدي مذاکرات پیل کړي."
نوموړي وویل، دا باید هېر نهشي چې د جګړې قربانیان افغانان دي او د سولې واګې هم باید د دوی په لاس کې وي.
ښاغلي غني وویل، په افغانستان کې د بهرنیانو موجودیت د نړیوالې او دوه اړخیزې پرېکړې په اساس دی او هېڅ افغان نهغواړي چې په دې هېواد کې بهرنیان د زیات وخت لپاره پاتې شي.
نوموړي وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیانو حضور د یو منظم پلان له مخې صفر ته راښکته کړي.
دا پهداسې حال کې ده چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي شپږ ورځنۍ خبرې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
که څه هم په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي چې د قطر په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، په افغانستان کې د مؤقت حکومت په رامنځته کولو او یو شمېر نورو مسایلو هوکړه شوې، خو نه طالبانو او نه هم امریکا پهدې اړه رسمي څه ویلي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره تر خبرو اترو وروسته تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړهيې له طالبانو سره هېڅراز خبرې او بحث نهدی کړی.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات له جمهور رئیس غني سره شریک کړل او ويېویل چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت په سر بحث د ده صلاحیت نهدی او دی یوازې هڅه کوي چې بینالافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
خلیلزاد ویلي، له طالبانو سرهیې د اوربند په مسئله بحث کړی، خو تر اوسه پهکې کوم پرمختګ نهدی شوی.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله چې پهدې لیدنه کې زلمي خلیلزاد وویل، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه امریکایان ورسره هېڅ ډول پرېکړې ته نهدي رسېدلي.
خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په خپل ټویټر په یو پیغام کې لیکلي و چې امریکا د افغان سولې ملاتړ کوي او له دې هېواده د خپلو ځواکونو ایستلو ته جدي ده.
خلیلزاد ویلي، د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول پرېکړه به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ تر سره کېږي.
ښاغلي خلیلزاد پهدې اړه چې ایا طالبان به د بینالافغاني مذاکراتو په اړه تصمیم ونیسي او که نه، ویلي چې د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره به بیا له طالبانو سره وګوري.
تمه ښودل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو استازي او طالبان به د فبرورۍ په ۲۵مه بیا سره کېني.
که څه هم خلیلزاد ویلي چې روانې هڅې بینالافغاني خبرو ته د زمینې د برابرولو هڅه ده، خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، لا وخت شته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
د افغانستان د سولې او جګړې انسټټیوټ سرپرست حکمتالله اعظمي نن ازادي راډيو ته وویل:
"زه فکر کوم تر اوسه لا هم وختي دی، د خلیلزاد او طالب استازو خبرې باید د پوخوالي مرحلې ته ورسېږي او ترې وروسته به د بینالافغاني مذاکرات پیلېږي، زه فکر کوم د خبرو دوهم پړاو چې د بینالافغاني خبرو پیل دی دا پړاو به ډېر سخت وي ځکه په د خبرو په دې پړاو کې په سیاسي نظام، اساسي قانون او یو شمېر نورو موضوعاتو به بحث کېږي، نو د خبرو دا مرحله به ډېره سخته وي او له بده مرغه د دې ډېر امکان به وي چې دا مذاکرات هغه وخت خراب شي."
افغان حکومت وايي، د امریکا هڅه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا، ولسي جرګې او یو شمېر عامو خلکو د قطر په کوربهتوب د طالبانو او امریکایي استازو له وروستۍ ناستې ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې طالبان باید له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته کېني او له هېواده د جګړو ټغر ټولولو ته زمینه برابره کړي.
راپور: اکرامالله اکرام