د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

خلیل‌زاد له طالبانو سره د خبرو جزئیات ولسمشر او افغان چارواکو سره شریک کړل


خلیل‌زاد له ولسمشر او افغان چارواکو سره
خلیل‌زاد له ولسمشر او افغان چارواکو سره

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات له جمهور رئیس غني او افغان چارواکو سره شریک کړل.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا لیدنه تېر ماښام ناوخته ترسره شوه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیل‌زاد د حکومت مشرتابه ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي معلومات ناسم او ګونګوسې وبللې او ويې‌ویل چې د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه‌یې له طالبانو سره هېڅ راز خبرې او بحث نه‌دی کړی.

په اعلامیه کې د ښاغلي خلیل‌زاد له قوله زیاته شوې ده چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت پر سر بحث د ده صلاحیت نه‌دی او دی یوازې هڅه کوي چې بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ډاکتر خلیل‌زاد څرګنده کړه چې طالبانو سره‌یې د اوربند په مسئله بحث کړی، خو تر اوسه په‌کې کوم پرمختګ نه‌‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG