د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د سولې شورا: د خلیل‌زاد هڅې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه سازي ده او موږ یې ستایو


آرشیف/ خلیل‌زاد او طالبان
آرشیف/ خلیل‌زاد او طالبان

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي هغه څه چې تردې دمه د امریکايي پلاوي او د طالب استازو ترمنځ شوي دي بین‌الافغاني خبرو اترو ته زمینه سازي ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره د خپل شپږ ورځنیو لیدنو کتنو جزئیات له افغان حکومت او د سولې له عالي شورا سره شریک کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د دې مطلب په څرګندولو سره د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د زلمي خلیل‌زاد له لوري شوې هڅې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه سازي ده د ستاینې وړ دي.

ښاغلی سلیم وايي چې د سولې په مسئله کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یوه اساسي حتمي موضوع ده.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم
د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم

نوموړي وویل:

"ښاغلي خلیل‌زاد به د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه د ملي یووالي د حکومت له مشرانو، د سولې له عالي شورا او همدا شان له سیاسي څېرو سره شریک کړي، نوموړی هڅه کوي چې بین‌الافغاني خبرو اترو ته زمینه سازي وکړي، هغه موضوع چې موږ ته مهمه ده هغه دا ده چې بلاخره افغانان په خپلو کې سره کيني، د بحث وړ مسایلو باندې بحث وکړي او یوې نتیجې ته ورسېږي."

زلمي خلیل‌زاد له طالب استازو سره په قطر کې له شپږ ورځنیو لیدنو کتنو وروسته ویلي دي چې د دغه خبرو اترو جزئیات به په کابل کې له افغان چارواکو سره شریک کړي.

بل لور ته طالبانو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دوی له امریکايي پلاوي سره په قطر کې د سولې پر یوې مسودې موافقه کړې ده چې له مخې به یې په ۱۸ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

خو ښاغلي خلیل‌زاد پر خپل ټويټرلیکلي ترڅو چې پر ټولو شیانو توافق نه و، شوې پر هېڅ شي به موافقه ونه‌شي، هر څه باید د افغانانو د خپل‌منځي خبرو په ترڅ کې وشي او پراخ اوربند ټینګ شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی که څه هم د سولې په برخه کې وروستۍ هلې ځلې د پام وړ بولي خو وايي چې سولې ته رسېدل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو پورې تړلي دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی

نوموړي زیاته کړه:

"باید له طالبانو سره مذاکرات د افغان حکومت له‌خوا پیل شي او امریکا باید د یو څارونکي او ضمانت کوونکي په توګه په خبرو کې حاضر وي، که سوله د افغان حکومت، طالبانو او خلکو ترمنځ ونه‌شي او له امریکا سره سوله وشي نو یو وار بیا به کورنیو جګړو ته لاره هواره شي."

له بله خوا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د طالب استازو او امریکايي پلاوي تر منځ د وروستیو خبرو اترو هرکلی کړی او هیله يې ښودلې چې دا مذاکرات به د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو او دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په وروستیو لیدنو کتنو کې پرمختګونه شوي او په کور دننه هم د سولې لپاره هیلي زیاتې شوي دي.

خلک هیله لري چې دا خبرې اترې هر څومره ژر چې کېږي یوه ښه پایله ولري.

راپور:اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG