خلیل‌زاد به نن په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي

ارشیف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به نن جمعه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي.

په دې اړه نور: د سولې او جګړې انسټټیوټ: د سولې لپاره د خلیل‌زاد هڅې د ناهیلۍ په لور روانې دي

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به نن په اسلام‌اباد کې له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

ښاغلی خلیل‌زاد پرون پنجشنبې اسلام‌اباد ته له رسېدو سره سم د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوعه سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن جنجوعه په افغانستان کې د پخلاینې له هڅو سره د مرستې په برخه کې د پاکستان پر ژمنه ټینګار وکړ.

ارشیف، خلیلزاد له شاه محمود قریشي سره

په دې اړه نور: خلیل‌زاد اسلام‌اباد ته ځي څو پاکستاني چارواکو سره د افغان جګړې پر پای وغږېږي

خبرپاڼه وايي، په‌دې کتنه کې یادونه وشوه چې د افغانستان د سولې د بهیر پرمختګ د ټولو ګډ مسوولیت دی.

همدا راز ښاغلي خلیل‌زاد پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم وکتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په‌دې کتنه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا د څانګې مسووله هم حاضر وو.

خلیل‌زاد په پام کې لرل چې د سې شنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي خو دا سفر دوه ورځې وځنډېد.

د جرمني خبري آژانس «DPA» د یوه استخباراتي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد کړی راپور ورکوي چې وايي، د خلیل‌زاد سفر وروسته له هغه وځنډېد چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر پټن‌ځایونو برید وکړ، څو پر دوی فشار راوړي چې له خلیل‌زاده سره بیا خبرو ته کېني.

په دې اړه نور: خلیل‌زاد به نن په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره وغږیږي

د «DPA» د راپور له مخې پاکستاني ځواکونو د سې شنبې په ورځ د طالبانو دوه مشران ډیورنډ کرښې ته په نېژدې سیمو کې ونیول.

په راپور کې د طالبانو د یو شمېر نورو غړو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی خو راپور زیاتوي چې دوی ټول وروسته خوشې شوي دي.

یوه پاکستاني چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي «DPA» اژانس ته ویلي چې دی فکر کوي دې فشار نتیجه ورکړې او طالبان اوس مهال په خپلو کې په‌دې اړه خبرې کوي او ښايي د جمعې په ورځ له خلیلزاد سره وګوري.

په دې اړه نور: خلیل‌زاد وايي له افغان ولسمشر او ګڼو مشرانو سره پر سولې غږېدلی

طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې که امریکا له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو مسئله د خبرو په اصلي اجنډا کې شامله نه‌کړي نو دا ډله به له متحد ایالاتو سره تماسونه بند کړي.

د راپورونو له مخې د طالبانو او امریکايي استازو ترمینځ خبرې چې له پلان سره سم باید په قطر کې شوې وای د خبرو پر اجنډا د اختلاف له کبله وځنډېدلې.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د حکومت له یو شمېر چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته اسلام آباد ته ولاړ.

خلیلزاد کابل ته له رسېدو مخکې چین، متحده عربي اماراتو او هند ته هم سفرونه کړي وو.