د پنټاګون نوی سرپرست «پټرېک اېم. شنهن» وايي پر چین دې زیات تمرکز وشي

د پنټاګون نوی سرپرست «پټرېک اېم. شنهن» له ولسمشر ټرمپ سره

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون سرپرست پټرېک اېم. شنهن د متحده ایالاتو د پوځ له ملکي مشرانو غوښتي دي چې پر چین زیات تمرکز وکړي.

په دې اړه نور: پټرېک اېم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ

د پنټاګون سرپرست پټرېک اېم. شنهن د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له ملکي مرستیالانو سره په خپله لومړنۍ غونډه کې له هغوی غوښتي دي چې د چین پر وړاندې د امریکا پر تګ‌لاره زیات تمرکز وکړي.

روېټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه‌يې نه‌دي یاد شوي ویلي دي چې د دفاع وزارت سرپرست د چین او روسيې پر وړاندې د امریکا د سختې تګ‌لارې په برابرولو کې مخکښ رول لوبولی دی.

خو دا چې ښاغلي شنهن د دفاع وزارت ملکي مرستیالانو ته د چین پر وړاندې تګ‌لاره کې څه ډول سپارښتنې کړي دي، په‌دې اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د چین او امریکا ګډ بیرغونه

پټرېک اېم. شنهن د جېمز مټیس پر ځای چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره‌يې د پالېسیو پر سر د اختلافاتو له امله استعفا وکړه، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

شنهن چې د واشنګټن په پوهنتون کې يې د انجنیرۍ او د ماسچوسیت د ټکنالوژۍ په انسټټیوټ کې يې لوړې زده‌کړې کړي دي په ۲۰۱۷ میلادي کال د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال په توګه کار پیل کړ.

په دې اړه نور: «پټرېک اېم. شنهن» د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه رسماً کار پیل کړ

نوموړي تر دې مخکې ۳۱ کاله د بوینګ کمپنۍ لپاره د اجرائیوي مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

پنټاګون وايي، پټرېک اېم. شنهن د چین او روسيې پر وړاندې د امریکا د ستراتېژیو په جوړولو کې مخکښ رول لوبولی او دا دواړه هېوادونه‌يې د امریکا لپاره تر ټولو لوی ګواښ بللی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي، په‌داسې حال کې چې موږ په سوریه او افغانستان کې د امریکا د پوځ پر روانو عملیاتو تمرکز کوو، د دفاع نوي سرپرست وزیر شنهن ټینګار کړی دی چې چین ته زیاته پاملرنه وکړو.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ د واک پر مهال د امریکا او چین اړیکې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، تایوان او د چین د جنوبي سمندر د مسئلو له امله ترینګلې شوې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پټرېک اېم. شنهن د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشرۍ د کابینې په غونډه کې ګډون وکړ او له غونډې وروسته‌يې وویل چې دی به له ولسمشر ټرمپ سره کار وکړي، څو د نوموړي نظریات عملي کړي.