د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

«پټرېک اېم. شنهن» د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه رسماً کار پیل کړ


​​ولسمشر ټرمپ او تر څنګ‌یې پټرېک اېم. شنهن
​​ولسمشر ټرمپ او تر څنګ‌یې پټرېک اېم. شنهن

پټرېک اېم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۲» رسماً په کار پیل وکړ.

شنهن چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، وروسته له هغې د ولسمشر ټرمپ له‌خوا ورته دغه مسؤلیت وسپارل شو چې پخواني دفاع وزیر جېمز مټېس د ډسمبر په ۲۰مه استعفا وکړه.

مټېس ویلي و، سیاستونه‌یې بشپړ د ولسمشر له سیاستونو سره سر نه‌خوري.

ولسمشر ټرمپ چې د افغانستان د جګړې له کبله پر مټېس انتقاد کړی، نه‌ده څرګنده کړې چې شنهن به د دفاع د وزیر په توګه ونوموي او که به بل چا ته دغه دنده وسپاري.

۶۸ کلن مټېس مخکې ویلي و چې دی به د فبرورۍ په پای کې خپله دنده پرېږدي، خو ټرمپ وروسته له هغې چې مټېس د خپلې استعفا په اړه یو لیک خپور کړ او په هغه کې یې پر ولسمشر انتقاد وکړ، اعلان وکړ چې هغه به له وخته مخکې د دفاع وزارت څوکۍ پرېږدي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په واشنګټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر په واشنګټن کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال

ولسمشر ټرمپ پرون په څرګندونو کې چې له ټلوېزیونه خپرېدې او شنهن‌یې په څنګ کې ناست وو، وویل، ده اصلاً مټېس لیرې کړی، ځکه ده چې کوم کارونه په افغانستان کې ترسره کړي و، ورڅخه راضي نه‌و.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي:

"زموږ جنرالان ۱۹ کاله په افغانستان کې جګړه کوي. مټېس له ما ډېر منندوی و چې ۷۰۰ میلیارده ډالره مې چې هغه‌یې هېڅ انتظار نه‌درلود، ومنل، خو مټېس ما ته څه وکړل؟ هغه ما ته په افغانستان کې څه وکړل؟ هېڅ ښه‌یې نه‌دي کړي، زه له هغه څه چې ده په افغانستان کې کړي خوښ نه‌یم."

۶۸ کلن شنهن وویل چې له سوریې د امریکایي ځواکونو وتل او د چین د پوځي هڅو مخنیوی به‌یې لومړیتوبونه وي.

XS
SM
MD
LG