سره له دې چې په وروستیو کې د کابل په ښار کې د هوا د ککړېدو له امله د خلکو شکایتونه زیات شوي، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په وروستیو څو ورځو کې د کابل د هوا ککړتیا نسبتاً کمه شوې ده.
د دغه ادارې مسلکي مرستیال عزتالله صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» په یوه خبري غونډه کې وویل، د چاپېریال ساتنې ادارې د ککړې هوا د زیاتېدو د مخنیوي په هدف ژمنۍ برنامې پیل کړې دي.
په دې اړه نور:
کابل ښاریان د ککړې هوا زیانونه هره ورځ د ناروغۍ په بڼه ګالي!ښاغلي صدیقي وویل چې د دې پلان له مخې به د دې ادارې نظارتي ټیم د سهار له اتو د شپې تر اتو بجو پورې په ساحه کې وي او د ککړې هوا د مخنیوي په هدف به په حمامونو، سقاوو، رهایشي سیمو نانوایانو او نورو ځایونو کې به د سونګ د موادو څرنګوالی څېړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ نظارتي ټیمونه چې څو واره مخکې هم حمامونو، نانوایانو، رستورانتونو او هوټلونو ته ورغلي وو، یوه اوونۍ نور وخت هم ورکړل شوی څو خپل سیستمونه سم کړي او کهيې اصلاح نهکړل، نهیوازې چې بند به شي، بلکې جریمه او د سرغړونې په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته هم معرفي شي."
ښاغلی صدیقي وايي، د دې پلان له مخې زموږ نظارتي ټیمونو د روانې لمریزې جدي میاشتې له پیل سره سم په کار پیل کړی چې تر دې دمهيې له ۴۰۰ زیاتو شفاخانو، حمامونو او نانوایانو د سونګ موادو څرنګوالی څېړلی او ۱۶۶ يې پهدې خاطر چې منظم سیستميې نهدرلود تړلي دي.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې رئیس محمد ادریس توخي په دې غونډه کې وویل چې د دوی د نظارت ټیمونه د سوخت د سیستم په اړه د کورونو او ښارګوټو نظارت پیل کړی او د یو شمېر کورونو خاوندانو تهيې خبرداری ورکړی چې خپل سیستمونه معیاري کړي.
د ښاغلي توخي په وینا له دې پرته به ورسره قانوني چلند وشي.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو په شورا کې ویلي و چې د کابل د ککړې هوا د مخنیوي لپاره باید له لنډ مهاله "فلټر سیستم" څخه استفاده وشي.
آرشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په یوه خبري غونډه کې
په دې اړه نور:
مشرانو جرګه: په کابل ښار کې هره ورځ د هوا انتحار دیښاغلي عبدالله همدا شان ویلي و چې ککړې هوا خلک اندېښمن کړي او پهدې اړه باید جدي اقدامات وشي.
بلخوا په عامې روغتیا وزارت کې د ساري ناروغیو د کنټرول رئیس سید حبیب اروال ازادي راډیو ته وویل چې د تېر کال په پرتله د ککړې هوا له امله په سلو کې ۲۱ ناروغۍ زیاتې شوې دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیال شاه ولي ساپي پهدې ناسته کې ژمنه وکړه چې وزارت بهیې د چاپېریال ساتنې له ادارې او کابل ښاروالۍ سره په خوا کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د کورنیو چارو وزارت تل د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په خوا کې د چاپېریالي پلانونو د تدوین او پلي کېدو په اړه نهیوازې په کابل ښار کې، بلکې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې کار کړی او ټولو امنیه قوماندانیو تهیې دستور ورکړی چې د چاپېریال ساتنې ادارو سره په ولایتونو کې کار وکړي."
- د بېکیفیته تېلو سوځول.
- له ټایرونونه استفاده.
- د سړکونو ستونزې.
- د شنې فضا نشتوالی.
- د ښار په اطراف کې په اکثرو غونډیو کې د کورونو جوړېدل.
- د ککړې هوا په مخنیوي کې د خلکو نهمرسته.
- د لېږد رالېږد د منظم سیستم نشتوالی.
- له حده زیاتې د خځلو جمع کېدل.
- او په ښار کې د واورې او بارانونو نهکېدل هغه عوامل دي چې د کابل ښار هوا یې ککړه کړې ده.
راپور: اکرامالله اکرام