د افغانستان د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ ضد و نقیضې ویناوې او ترمنځ یې اختلافات نوې خبره نهده. تر دې مخکې هم د دواړو کمېسیونونو چارواکو د انتخاباتو په بهیر کې د نیمګړتیاوو ملامتي پر یول بل اچولې ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیال او ویاند علي رضا روحاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، همدا شېبه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه پلاوي چې د دې کمېسیون په دفتر کې ورسره په خبرو لګیا دي، ورته ډاډ ورکړ چې د کابل په حوزه کې له غیر واقعي رأیو څخه د واقعي رایو د جلا کېدو لپاره به په بشپړه توګه د ټولو اسنادو د سپارلو بهیر ډېر ژر بشپړ کړي.
په دې اړه نور: د ۳ نورو ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتیجې اعلان شوېښاغلي روحاني زیاته کړه:
"زموږ ترمنځ همدا اوس غونډه روانه ده. د انتخاباتو د کمېسیون یو محترم پلاوی راغلی او زموږ د کمېسیون په دفتر کې یې پهدې غونډه کې برخه اخېستې. دوی موږ ته وویل چې د ټولو هغو اسنادو بهیر به چې تاسو یې غوښتنه کوئ په دوه درې ورځو کې بشپړ کړي او را وبهیې وسپاري. په خپله دا مسئله د دې ښکارندويي کوي چې ټول اسناد او شواهد تراوسه موږ ته نهدي رسیدلي. کله چې ټول اسناد موږ ته راورسېږي او موږ د رأیو د بیا شمېرلو په اړه پر یوه مشخص میکانیزم توافق وکړو، څو دا ځل شفافیت ډاډمن شي، موږ به خپل کار پیل کړو."
خو د ښاغلي روحاني له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات ازادي راډیو ته ویلي چې ټول اسناد یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې که د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي د سې شنبې په ورځ د کابل د رأیو د بیا شمېرلو په بهیر کې ګډون ونهکړي، دغه بهیر به د دې کمېسیون له حضور پرته پیل کړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"نن پنځمه ورځ ده چې د کابل د رأیو له سره د شمېرنې بهیر په ټپه ولاړ دی، د انتخاباتو کمېسیون چې کوم اسناد او شواهد لرل، هغه يې ټول د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي او نور د دوی لپاره هېڅ پلمه نهده پاتې چې دوی دې خپل کسان موږ ته را ونهلېږي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شول.
په کندهار کې هم په یوه اوونۍ ځنډ ترسره شول.
د انتخاباتو د پروسې د کمزوري مدیریرت او بې نظیمیو پر سر تر انتقادونو وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د تېر نوومبر د میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و چې د کابل لپاره د دې کمېسیون ټول کارکوونکي یې له دندو لیرې کړي او رأیې به له سره وشمېرل شي. د هغه په خبره بیا شمېرنه به نوي کارکوونکي مخ ته وړي.
دغه بهیر وروسته له هغې ودرېد چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د درغلۍ او انتخاباتي جرمونو له کبله د کابل ټولې رأیې باطلې اعلانوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سمدستي دغه پریکړه سیاسي او غیرقانوني وبلله.
یوه ورځ وروسته دواړو کمېسیونو پهدې اړه چې د کابل د رأیو د باطلولو پر پریکړې دې له سره غور وشي، د یوې موافقې خبر ورکړ.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیال او ویاند علي رضا روحاني د تیرې جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې کمېسیون یې پر خپلې پریکړې له سره غور کولو ته ځکه غاړه کېښوده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منلې وه چې د کابل په حوزه کې د انتخاباتو د شفافیت لپاره به ټول اسناد ورسپاري.
د انتخاباتو د کمېسیونو ترمنځ راپورته شوې لانجې د انتخاباتو پر پروسې د خلکو باور ته زیان رسولی دی.