د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د ټاکنیز ټکټ لپاره محقق له اتمر سره لیدلي، خو د حزب اسلامي او لوی ملي ائتلاف پایله نه ده معلومه


له دې سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیداتورۍ ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، تر اوسه ځيني سیاسي جریانونه د انتخاباتي ټکټونو په جوړېدو نه دي بریالي شوي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې د جمعیت اسلامي، جنبش او وحدت اسلامي له درېیو ګوندونو جوړ شوی، واييچې که د یوه کاندید پر سر د دوی هڅې نتیجه ورنه کړي، جمعیت اسلامي ته به چانس ورکړل شي چې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته کاندید معرفي کړي.

د یاد ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

فضل الرحمان اوریا
فضل الرحمان اوریا

"دواړه انتخابونه تر کار لاندې دي، که ائتلاف دې هوکړې ته ورسېد چې له خپله منځه یو کاندید ولري، ټول ائتلاف به له هغې ملاتړ وکړي، خو که د ائتلاف له منځه دا سې څه ممکن نه وو، په دې صورت کې به ټول غړي جمعیت اسلامي ته واک ورکړي چې یو خپلواک کاندید ولري."

ملي جنبش ګوند هم وايي چې دوی به د ائتلاف د اکثرو غړو نظرونو ته په کتو خپله پرېکړه وکړي.

د یاد ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، خو که له ائتلافه بیرون د کوم کاندیده د ملاتړ پرېکړه وشوه، په دې صورت کې به دوی بیا له نورو غړو سره په مشورې پرېکړه وکړي.

خو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق چې د ملي ائتلاف غړی هم دی، په جدا ډول د انتخاباتو په اړه د ځينو سیاسي جریانونو سره په لیدو کتو بوخت دی.

محمد محقق د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په لنډو خبرو کې د انتخاباتي ټکټونو د جوړېدو په اړه له محمد حنیف اتمر او ځينو نورو سیاسي جریانونو سره خبرې تأيید کړې.

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي وویل:

"تر اوسه ټکټونه نه دي تړل شوي، کله چې جوړ او وتړل شول، تاسې حتماً خبرېږئ، له بېلابېلو او ډول ډول لورو سره خبرې روانې دي، وبه ګورو چې څه کېږي."

له دې وړاندې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر او په هندوستان کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي اعلان کړی چې راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندیدان دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ښاغلی غني د انتخاباتي ټکټ په جوړېدو کار کوي.

د حنیف اتمر د دفتر ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به له پیاوړي ټیم سره انتخاباتو ته را وړاندې شي.

له دې سره ځينو سرچینو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي، یونس قانوني او محمد محقق د حنیف اتمر له انتخاباتي ټکټ سره یو ځای شوي، هغه څه چې خپله قانوني او محقق يې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ انتخابات د را روانې حمل میاشتې په ۳۱ مه تر سره شي.

د هغه مهالوېش له مخې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم ثبتوني بهیر د جدي د میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي.
له دې سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، ګوند يې هڅه کوي چې یو واحد کاندید انتخاباتو ته وړاندې کړي.

د دغه ګوند یوه ویاند حشمت الله ارشد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که حزب اسلامي یو واحد کاندید ورنه کړي، دوی به له نورو پیاوړو ګوندونو سره په همغږۍ له یوه بل کوم کاندیده ملاتړ اعلان کړي.

حشمت الله ارشد
حشمت الله ارشد

دی وایي:

"د حزب اسلامي له اړخه په دې برخه کې همایون جریر په خبرو لګیا دی او خپله د حزب اسلامي مشر هم په دې برخه کې تېره اوونۍ او تېره ورځ هم د ګوندونو له ځينو مشرانو سره ولیدل، مونږ ډاډ درکوو چې د همدې اوونۍ په پای کې به حزب اسلامي په دې اړه خپله پرېکړه وکړي."

ښاغلی ارشد وايي، د دې امکان هم کم دی چې حزب اسلامي دې په راتلونکو انتخاباتو کې د محمد اشرف غني او یا محمد حنیف اتمر څخه ملاتړ وکړي.

خو دی دا هم وايي، هغه ګوندونه چې حزب اسلامي ورسره په خبرو اترو لګیا دی، جمعیت اسلامي، جنبش ملي او وحدت اسلامي ګوندونه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG