د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته د انتخاباتو د کمېسیون خبرداری!


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون څارونکي د کابل د رأیو شمېرنې ته حاضر نه شول، دوی به د هغوی له استازو پرته شمېرنه پیل کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون له خوا د کابل د رأیو د باطلېدو له اعلانه وروسته، د پلازمینې رأیه شمېرنه په ټپه ولاړه ده.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د وروستۍ پرېکړې له مخې باید رأیه شمېرنه پیل شوې وای، خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د استازو د نه حاضرېدو له کبله دا بهیر ټکنی شوی دی.

ذبیح الله سادات
ذبیح الله سادات

دی وایي:

"نن پنځمه ورځ ده چې د کابل د رأیو له سره د شمېرنې بهیر په ټپه ولاړ دی، د انتخاباتو کمېسیون چې کوم اسناد او شواهد لرل، هغه يې ټول د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي او نوره د دوی لپاره هېڅ بهانه نه ده پاتې چې دوی دې خپل کسان مونږ ته را ونه لېږي."

دی وايي، که د سې شنبې په ورځ هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون استازي څارنې ته حاضر نه شول، د انتخاباتو کمېسیون ممکن د دوی له حضوره پرته رأیه شمېرنه پیل کړي.

د دواړو کمېسیونونو تر منځ دا اختلاف له هغې وروسته رامنځته شوی چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل رأيې باطلې اعلان کړې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، په کابل کې د ډېرو درغلیو له کبله د دغې ولایت ټولې رأيې باطلې اعلانوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا په همدې ورځ د شکایتونو د کمېسیون دا پرېکړه سیاسي وبلله او هغه يې رد کړه.

له هغې وروسته د جمعې په ورځ دواړو کمېسیونونو له خوا په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې ټینګار په دې وشو چې د انتخاباتو کمېسیون به ټول لازم مواد د شکایتونو کمېسیون ته سپاري او د شکایتونو کمېسیون به د کابل د رأیو د اعلان کړې پرېکړې په اړه بیا فکر کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو.

خو دې ستونزو ته په کتو، ولسي جرګې ته د کاندیدانو جوړ شوی ائتلاف وايي، دغو کارونو په انتخاباتو د خلکو باور کم کړی دی.

د یاد ائتلاف مشر محمد شفیق علوي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:

"له شک پرته چې دوی انتخابات تر پوښتنې لاندې راوستل، اوس ښه دا ده چې د ټولو ۳۳ ولایتونو رأيې باطلې اعلان کړي او نور انتخابات دایر کړي، که په یوه اوونۍ کې دا کار کولای شي هم ښه، که نه نو د ولسي جرګې انتخابات دې له سره د جمهوري ریاست له انتخاباتو سره تر سره کړي."

دی وايي، غوښتنه يې دا ده چې د ټول هیواد د رأیو شفافیت ته کار وشي.

د ښاغلي علوي په خبره، د رأیو په شمېرنه کې ځنډ او د کمېسیونونو بېلابېل دریځونه د درغلیو ښکارندوي کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG