ملګري ملتونه په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره نن د یمن د سولې خبرو یو نوی پړاو پیلوي.
دا د ملګرو ملتونو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي پهدغه هېواد کې سختې جګړې پای ته ورسوي.
په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او د شیعه حوثيانو استازي چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره د چهار شنبې په ورځ سویډن ته ولاړل.
د یمن د سولې خبرې د ملګرو ملتونو په نوښت په سویډن کې ترسره کېږي او په ټوله کې هڅه دا ده چې د یمن سختې جګړې ختمې شي او خلک له دغه ناورین څخه راووځي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیټس چې د دې خبرو مشري کوي غواړي چې دواړه لوري:
- د صنعا د نړیوال هوايي ډګر پر پرانېستلو.
- د بندیانو پر تبادلې
- او د یمن په بندري ښار حدیده کې چې د حوثي وسلهوالو په لاس کې دی، پر اوربند موافقه وشي.
خو د ملګرو ملتونو ډیپلوماتان وايي چې پهدې اړه باید د چټک پرمختګ تمه ونه شي.
د امریکا سنا هم هڅه کوي چې پر داسې پرېکړهلیک موافقه وشي چې پر اساس یې په یمن کې د ائتلافي ځواکونو له جګړې د امریکا ملاتړ پای ته ورسېږي.
امریکا تېره میاشت په یمن کې د جګړې لپاره د ائتلافي قواوو الوتکو ته د تېلو له ورکولو ډډه وکړه.
تردې وړاندې هم ملګرو ملتونو څو ځله د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې خبرو د ترسره کېدو هڅه کړې وه، خو نتیجه یې نهوه ورکړې.
خو دا له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې لومړی ځل دی چې د جګړې ښکېلې خواوې نن په سویډن کې د سولې پر لارو چارو خبرې کوي.
له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په یمن کې دغې جګړې چې د حکومت او د ایران پلوه شیعه حوثي یاغیانو تر منځ روانې دي، زرګونه کسان یې وژلې او میلیونونه یې بې کوره کړي دي.
د دې ترڅنګ اقتصادي بحران او قحطۍ هم میلیونونه انسانان اغېزمن کړي دي.
د دې جګړې پای لا هم نه تر سترګو کېږي.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات په یمن کې د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد په جګړه کې د یو شمېر عربي هېوادونو د ګډ پوځي ائتلاف مشران دي.
دا ائتلاف په یمن کې د عبدالربُه منصور هادي له حکومت سره د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد په جګړه کې مرسته کوي.
په یمن کې حوثي ملېشه قواوې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشر هادي پرضد پورته شوې او د هغه هېواد پلازمېنه صنعا یې تر ولکې لاندې کړه.
حوثي ملېشه وتوانېدل چې د ولسمشر هادي حکومت ړنګ کړي او له یمنه تېښتې ته یې مجبور کړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د هادي په ملاتړ او د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد پوځي عملیات پېل کړل.
د یمن جنګ تر ډېره حده د سعودي د سُني او د ایران د شیعه سیاستونو ترمنځ نیابتي جګړه ګڼل کېږي.
خو سعودي او اماراتو هڅې پېل کړي چې ځانونه له دې جنګه فارغ کړي.
د هغوی غربي متحدانو هم چې د جګړې لپاره د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو کې مرسته ورسره کوي او وسلې ورکوي، په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشارونه زیات کړي دي.