د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د یمن هغه ښار د جګړو له ګواښ سره مخ دی چی یو وخت د القاعده په واک کې و


ارشیف
ارشیف

د یمن هغه ښار د جګړو له ګواښ سره مخامخ دی چی یو وخت د القاعده ډلې په واک کې و.

دوه کاله وروسته له هغه چې القاعده ډله د یمن له ختیځ ښار موکلا څخه ووتله، د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په زغره والو موټرو کې ګزمې کوي او د جهادیانو په پټو مرکزونو پسي ګرځي.

د عدن خلیج په دغه ښار کې چې له حوثي یاغیانو سره د جګړو له سختو کرښو څخه سلګونه کیلومتره لېرې دی، په یمن کې د یوې بلې شخړې ګواښ څرګندوي.

د دغه ښار په ځینو برخو کې لا هم د جنوبي یمن کمونستي بیرغونه ځوړند دي او جلا غوښتونکي غواړي چې د سولي په هر هغه توافق کې خپلې غوښتنې ځای کړي چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د حوثیانو، په نړیواله سطحه د یمن د منل شوي حکومت او سعودي په مشرۍ ائتلاف ځواکونو تر منځ کېږي.

ارشیف
ارشیف

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو په یمن کې د القاعده شبکې پر وړاندې خپل هوایي بریدونه تر ټولو لوړې سطحې ته رسولي دي.

په موکلا ښار او نورو سیمو کې د ناامنیو له کبله دا پوښتنې راپورته شوي چې آیا اوربند به دغه هېواد ته سوله راولي او که به د جګړو ښکېلې ډلې له دې فرصته په خپله ګټه استفاده وکړي؟

د یمن په جګړو کې حکومت له حوثي شیعه ملیشه ځواکونو سره جنګېږي چې د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا په ګډون ډېرې نورې برخې په خپل واک کې لري.

په دې جګړو کې تر لسو زرو ډېر کسان وژل شوي دي او دوه میلیونه نور کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

بل خوا بېلابېلو ناروغیو دغه هېواد له یوه بشري ناورین سره مخامخ کړ.

د ملګرو ملتونو متخصصین او د لوېدیځو هېوادونو څېړونکي وایي چې د یمن کورنۍ جګړه اوس په یوه سیما ییزه شخړه بدله شوې ده.

د سعودي په مشرۍ د ائتلاف الوتکې له امریکایي وسلو څخه په استفادې په یمن کې روغتونونه او مارکېټونه په نښه کوي او ډېر شمېر ملکي وګړي یې وژلي دي.

د دوی په خبره، ایران هم حوثي یاغیانو ته تر بالستیک توغندیو پورې وسلې ورکوي او ملاتړ یې کوي.

تهران بیا د حوثي یاغیانو د ملاتړ خبره مني، خو وایي هغوی ته یې وسلې نه دي ورکړي.

د یمن موکلا ښار د حوثي یاغیانو د جګړو له لیکو لېري پروت دی، خو به ۲۰۱۵ کال کې د مرکزي حکومت ړنګېدو القاعده ډلې ته لار پرانیسته چې د دغه ځای څخه استفاده وکړي.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د روان کال په لومړیو کې راپور ورکړی و چې د عربي متحده اماراتو او متحدو ځواکونو یې وروسته له هغه د موکلا ښار له القاعده ځواکونو څخه بېرته ونیول چې دوی د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کې په خپلو کې مذاکره وکړه او له دې ښار څخه یې د یاغیانو پر وتلو پټه موافقه وکړه.

په داسي حال کې چې جګړه مخته ځي، د سعودي په مشرۍ پر ائتلاف هم فشارونه ډېرېږي چې دغه جګړې ختمې کړي.

د اکتوبر پر دوهمه د سعودي اجنټانو له خوا د سعودي د خبریال جمال خاشقجې وژنه د دې سبب شوه چې د امریکا سنا پر هغو اقداماتو فشار راوړي چې د یمن د جګړې د ملاتړه لاس واخلي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ یوه پخواني غړي ګریګوري ډي جانسن ویلي:

"حتی که سعودي او عربي متحده امارات سبا له دې جګړې ووځي، د یمن کورنۍ خپل منځي جګړه به تر یوه وخته دوام وکړي او په حقیقت کې زه فکر کوم چې هغه جګړې به تر اوسنیو جګړو ډېرې سختې وي."

XS
SM
MD
LG