د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

د یمن حکومتي استازي د حوثي استازو سره د سولې د خبرو لپاره سویډن ته لاړل

په یمن کې د سُني حکومت استازي چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي، نن، چهارشنبه، د شیعه حوثيانو له استازو سره چې ایران یې شاته ولاړ دی، د سولې د خبرو لپاره سویډن ته روان شول.

دواړه خواوې د ملګرو ملتونو د سازمان په غوښتنه په یمن کې د روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو د خبرو لپاره مخامخ سره کېني.

په یمن کې څلورکلنې کورنۍ جګړې، اقتصادي بحران او قحطۍ میلیونونه انسانان متأثر کړي دي.

د دې جګړې پای لا هم نه تر سترګو کېږي.

په یمن کې زرګونه کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا لږ تر لږه اته میلیونه یمنیان قحطۍ ځپلي دي.

د یمن د حکومت چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېژني، استازي، عبدالله ال علیمي نن سویډن ته تر پرواز مخکې، پرټوېټر ولیکل: "د سولې ریښتینې موقع."

سعودي عربستان او متحده عربي امارات په یمن کې د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد په جګړه کې د یو شمېر عربي هېوادونو د ګډ پوځي ائتلاف مشران دي.

دا ائتلاف په یمن کې د عبدربه هادي منصور له حکومت سره د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد په جګړه کې مرسته کوي.

په یمن کې حوثي ملېشه قواوې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ولسمشر هادي پرضد پورته شوې او د هغه هېواد پلازمېنه صنعا یې تر ولکې لاندې کړه.

حوثي ملېشه وتوانېدل چې د ولسمشر هادي حکومت ړنګ کړي او له یمنه تېښتې ته یې مجبور کړي.

ولسمشر هادي له هغه راهیسې جلا وطنه او په سعودي عربستان کې مېشت دd.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د هادي په ملاتړ او د حوثي ملېشه ځواکونو پرضد پوځي عملیات پېل کړل.

د یمن جنګ تر ډېره حده د سعودي د سُني او د ایران د شیعه سیاستونو ترمنځ نیابتي جګړه ګڼل کېږي.

خو سعودي او اماراتو هڅې پېل کړې چې ځانونه له دې جنګه فارغ کړي.

د هغوی غربي متحدانو هم چې د جګړې لپاره د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو کې مرسته ورسره کوي او وسلې ورکوي، په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشارونه زیات کړي دي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، مارتین ګریفیټس د دواړو ښکېلو خواوو ترمنځ د باور پېدا کولو هڅې کوي.

مارتین ګریفیټس
مارتین ګریفیټس

په‌دې لړ کې د حوثي ملېشه ځواکونو زخمیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د ولسمشر هادي د پلویانو تر ولکې لاندې سیمو کې روغتونونو ته د درملنې لپاره ولېږدول شي.

دا کار ځکه وشو چې د حوثیانو استازي په سویډن کې د منصور هادي له پلاوي سره خبروته حاضر شي.

د حوثیانو پلاوی د ډسمبر په ۴مه سویډن ته رسېدلی دی.

هغوی تر دې مخکې د یمن د وضعیت په اړه په جنیوا کې مذاکرو ته له حاضرېدو ډډه کړې وه.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی غواړي چې دواړه لوري د صنعا د نړیوال هوايي ډګر پر پرانېستلو، د بندیانو پر تبادله او د یمن په بندري ښار حدیده کې چې د حوثي وسله والو په لاس کې دی، پر اوربند موافقه وشي.

خو د ملګرو ملتونو ډیپلوماتان وايي چې په دې اړه باید د چټک پرمختګ تمه ونه شي.

د امریکا سنا هم هڅه کوي چې پر داسې پرېکړه لیک موافقه وشي چې پر اساس یې په یمن کې د ائتلافي ځواکونو له جګړې د امریکا ملاتړ پای ته ورسېږي.

امریکا تېره میاشت په یمن کې د جګړې لپاره د ائتلافي قواوو الوتکو ته د تېلو له ورکولو ډډه وکړه.

د سعودي عربستان په مشرۍ په ائتلافي قواوو تور لګېدلی چې زرګونه ملکي یمنیان يې په بمباریو کې وژلي او زخمیان کړي دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG