د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې له یو شمېر غړو سره د جنسي او فزیکي زور زیاتي په اړه څېړنې کوي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش پرون شنبه د ډسمبر لومړۍ، د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان حکومت داسې ادعاوې جدي انګېري.
دانش زیاته کړې چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ له پرېکړې سره سم، یو پلاوی په دې اړه د تحقیق لپاره ځانګړی شوی دی.
بریتانوۍ ورځپاڼې، ګارډین د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پېژندل شوېو کسانو تور پورې کړی چې د فوټبال په فدراسیون او ورزشي لوبغالو کې جنسي زور زیاتی شوی دی.
په دې اړه نور: فیفا: د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې د جنسي او فزیکي تشدد ادعا څېړوګارډین د لوبډلې د مخکنۍ مشرې، خالدې پوپل او د دوو غړو مینه احمدي او شبنم مبارز په حواله ولیکل چې د فبرورۍ په میاشت کې په اردن کې د روزنیزې دورې پر وخت هم داسې پېښې شوي دي.
د ولسمشر سلاکار فاضل فضلي پر ټوېټر په یوه پیغام کې دا رپوټ "ټکان" ورکوونکی بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت د حقایقو د موندلو لپاره پهدې اړه څېړنې کوي.
د رویټرز خبري اژانس په حواله، د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم دا تورونه رد کړي دي.
رپوټونه وايي چې د فدراسيون رئيس، سید اغازاده د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې"دا تورونه اساس نهلري او پهدې اړه به بشپړې څېړنې کوو."
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مرستیال یوسف کارګر د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې داسې کسان شته چې د ملي ټیم په ترکیب کې نشته، له دې امله اوازې خپروي، هېڅ مستنده خبر نهلري.
د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا ویاند پرون وویل چې د افغانستان د ملي لوبډلې له نجونو سره د جنسي تشدد د ادعاوو په اړه یې زغم صفر دی.
د فیفا ویاند وویل چې پهدې اړه ادعاوې داسې څېړي چې قربانیانو ته نور زیان ونه رسېږي.