د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

فیفا: د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې د جنسي او فزیکي تشدد ادعا څېړو


د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم
د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا ویلي چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې له یو شمېر غړو سره د جنسي او فزیکي تشدد د ادعاوو په اړه څېړنې کوي.

فیفا بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ته ویلي چې حتی د یو شمېر ښځینه فوټبالیستانو د امنیت په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځو د برخې مخکنۍ مشرې خالدې پوپل د لوبډلې غړې مینا احمدي او شبنم مبارز او روزونکې کیلي لینزي ګاردين ته ویلي چې د نجونو د ملي لوبډلې یو شمېر غړو ته د جنسي تجاوز او فزیکي تشدد علاوه د مرګ ګواښ هم شوی دی.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون مرستیال یوسف کارګر دا ادعاوې رد کړې.

هغه پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې داسې ادعاوې اصلاً حقیقت نه لري او داسې کسان چې له اسنادو پرته ادعاوې کوي، باید محکمې ته ودرول شي.

یوسف کارګر وویل چې مینا احمدي او شبنم مبارز د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې غړې نه دي.

XS
SM
MD
LG