د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د فوټبال ښځینه افغان لوبډلې خپله دوهمه لوبه ایران ته وبایلله


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه ایران ته وبایلله.

په‌دې اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په رسمي فېس‌بوک پاڼه کې راغلي چې افغان ښځینه لوبډلې د ایران د ښځینه لوبډلې په وړاندې صفر د ۶ په مقابل کې لوبه بایلوده.

له دې وړاندې افغان ښځینه لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته صفر د ۲۰ په وړاندې بایللې وه.

ټاکل شوې د مرکزي اسیا په دغو سیالیو کې افغان ښځینه لوبډله خپلې دوه نورې لوبې د قرغزستان او تاجکستان له لوبډلو سره وکړي.

XS
SM
MD
LG