د امریکا متحده ایالاتو لهخوا د ایران پر تېلو، د هغو پر انتقالاتو، کښتۍ جوړولو او د مالي چارو پر سکټورونو تازه بندیزونه نافذ شول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پر ایران تر ټولو سخت بندیزونه ګڼلي دي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر نن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د خپلو تېلو په پلورلو سره به دغه بندیزونه مات کړي.
امریکایي چارواکو لاسمدستي په رسمي ډول دغه بندیزونه نهدي اعلان کړي، خو د نن ورځې چې د نومبر پنځمه نېټه ده د ورځې له لومړیو د ایران پر تېلو، کښتۍ جوړولو او د مالي چارو پر نورو سکټورونو نوي بندیزونه نافذ دي.
په دې اړه نور: پامپیو: ډاډه یو چې ایران خپل اټمي پروګرام بیا نهپیلويدا د واشنګټن لهخوا داسې یوه هڅه ده چې غواړي تهران خپل چلند بدل کړي او هغه څه ختم کړي چې د امریکا متحده ایالاتیې په سیمه کې د ایران منفي مداخله بولي.
د دغه نویو اقداماتو د یوې برخې په توګه سپینې ماڼۍ د ایران د تېلو پېرېدونکو ته خبرداری ورکړی وو چې له دغه هېواد د تېلو اخیستل صفر ته ورسوي او ګواښیې کړی چې د سرغړونې په صورت کې به د امریکا له مجازاتو سره مخامخ شي.
د ایران ولسمشر نن سهار وختي د همدې مسئلې په تړاو پر دولتي ټلوېزیون خلکو ته په وینا کې وویل چې ایران به د خپلو تېلو پلورلو ته دوام ورکړي او دا بندیزونه به مات کړي.
حسن روحاني ویلي چې امریکا غواړي ایران د تېلو خرڅلاو صفر ته ورسوي، خو وایي هېواد بهیې د دغو بندیزونو د ماتولو تر حده د خپلو تېلو پلورلو ته دوام ورکړي.
تر دې څو ساعته وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا د امریکا لهخوا پر ایران تر ټولو سخت بندیزونه وبلل.
تر دې یوه ورځ دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د «سي. بي. اېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې مشخصاً اروپا ته خبرداری ورکړ ویېویل:
"اروپايي شرکتونو ته به اجازه ورنهکړل شي، څو هم له ایران سره راکړه ورکړه ولري هم له امریکا سره."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
جنوبي کوریا نن روېټرز ته ویلي چې دوی ته وروسته له هغه د ایران د تېلو د پېرلو په برخه کې معافیت ورکړل شوی چې له واشنګټنهیې د تر ټولو لوړې کچې استثنا غوښتنه کړې وه.
عراق او ترکیې هم وړاندې ویلي و چې تمه لري پهدې برخه کې معافیت ترلاسه کړي، خو په عین حال کې خبري اژانسونو د افغانستان، هند، ایټالیا او جاپان نومونه ښودلي چې ښایې د ایران د تېلو اخیستلو په برخه کې مستثنی وي.
په دې اړه نور: عراق: د ایران په اړه د امریکا پیغام له ډیپلوماټیکو نورمونو وتلیبلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د نومبر پر ۴مه فاکس نیوز ته ویلي، هغه هېوادونه چې معافیت ترلاسه کوي، یو څه وخت ته اړتیا لري چې له ایرانه د تېلو اخیستل صفر ته ورسوي.
هغه ویلي فکر نهکوي چې د امریکا متحده ایالات دې دغو هېوادونو ته د همدې کار لپاره تر شپږو میاشتو ډېر وخت ورکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې سپینه ماڼۍ غواړي په هغو بندیزونو چې پر تهرانیې لګوي، د ایران پر اقتصاد فشار زیات کړي، خو وایي واشنګټن نهغواړي خپل دوستان او متحدین چې د دې هېواد په تېلو پورې تړلي دي، زیانمن کړي.