د مسکو په ناسته کې تر دوهم ځل ځنډ وروسته اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې ممکن د مسکو ناسته افغان چارواکو سره د روسیې لهخوا د یوې مشخصې اجنډا د نهتنظیمېدو له امله ځنډېدلې وي.
د یادې شورا د اجرائيه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده ناسته کې د افغان چارواکو ګډون ډېر مهم وګاڼه او ویېویل چې ښايي پهدغه غونډه کې د سولې عالي شورا استازی هم ګډون وکړي.
په دې اړه نور: سولې شورا: د سولې په اړه د مسکو پر ناستې هوکړه شوې او پایلو تهیې خوشبین یوښاغلي قاسمیار زیاته کړه:
"دا چې تر اوسه د غونډې اجنډا له افغان چارواکو سره په ګډه نهده تنظیم شوې، زما په اند د ځنډ لامل به همدا وي، تر کومه چې یوه ګډه اجنډا جوړه شي، افغان حکومت ورسره موافقه وکړي او بالاخره خپل ګډون اعلان کړي."
مخکې تر دې یو شمېر روسي رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي د مسکو ناسته د روان میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه جوړه شي او د سولې عالي شورا هم ویلي و چې د مسکو ناسته د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې جوړېږي.
په دې اړه نور: د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو ناستې د څرنګوالي په اړه د کابل او مسکو خبرې روانې ديټاکل شوې وه چې د مسکو ناسته په اوله کې د روسیې په کوربهتوب د افغان حکومت د استازو په ګډون د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې جوړه شي، خو د افغان چارواکو تر مخالفتونو وروسته دغه ناسته جوړه نهشوه او وروسته له هغې بیا کابل او مسکو شااوخوا میاشت مخکې هوکړه وکړه چې یاده ناسته به په ګډه جوړه کړي.
روسي چارواکو ویلي چې د مسکو په ناسته کې چې هدفیې د افغانستان سوله ده، د افغانستان په ګډون، امریکا، طالبانو او د سیمې یو شمېر مهمو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
طالبانو تر اوسه پهدغه ناسته کې د خپل ګډون په اړه څه نهدي ویلي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یادې ناستې د جوړېدو د څرنګوالي او وخت پر سر د کابل او مسکو ترمنځ خبرې روانې دي.
د یاد وزارت ویاند صبغتالله احمدي وايي:
"تاسې پوهېږئ چې مذاکره یو لوی بحث دی او موږ پهدې اړه مذاکره کوو او البته دا مذاکره هم د مذاکرې لپاره ده، ځکه باید د دغه ناستې د څرنګوالي په اړه بحث وشي، ټول موارد په دقت سره وارزول شي او مورادو ته تر لاسرسي وروسته موږ ځو، تر هغې وروسته مواردو ته او جزئیات له تاسې سره شریکوو."
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي نادر بلوڅ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته ډېره مهمه وګڼله او ویېویل چې حکومت باید له رامنځته شوي فرصته ښه استفاده وکړي او د دا شان ناستو نتیجې د سولې رسمي خبرو ته زمینه برابره کړي.
راپور: اجمل تورمان