د افغانستان د سولې عالي شورا هیله لري چې د دې هېواد د سولې او له وسلهوالو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په برخه کې له پاکستاني علماوو سره ترسره شوې ناسته مثبتې نتیجې ولري.
د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د اندونیزیا، سعودي عربستان او د کابل تر ناستې وروسته اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا او د دیني علماوو یو پلاوی د افغان جګړې په اړه د یو ګډ دریځ د رامنځته کېدلو په هدف، له پاکستاني علماوو سره کتلي دي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم چې د دغه پلاوي مشري يې کوله وايي، هیلهمند دی چې دا ځل به پاکستاني علماء د افغان سولې په برخه کې رښتیني همکاري وکړي.
عطا الرحمن سلیم
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
"موږ له پاکستاني علماوو سره خپل دریځ شریک کړو، هیله لرو چې په ټولو برخو کې بدلون رامنځته شي، تاسې پوهېږئ چې مخکې د هغوی دریځ د افغانستان د جګړې په اړه څه وو او د چا په ګټهيې تبلیغات کول، خو اوس حالات له مخکې نه ډېر ښه شوي دي او هیله لرو چې نور هم ښه شي."
دی وايي چې دغه سفر د پاکستاني عالمانو په غوښتنه ترسره شوی چې په ترڅ کې يې د هغه هېواد له جیدو عالمانو سره خبرې اترې او ناستې وشوې.
په دې اړه نور:
د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی پاکستان ته تللی دیتېره اوونۍ د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغان علماوو یو ګډ پلاوي د پاکستاني علماوو سره د ليدلو په هدف یاد هېواد ته سفر کړی وو.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه سفر پر مهال ازادي راډيو ته ویلي و چې افغان پلاوی به پهدغه سفر او لیدنو، کتنو کې په افغانستان کې د سولې د خبرو د پیل او دغه شان د جګړې د پای ته رسېدو په موضوعاتو ټینګار وکړي.
په دې اړه نور:
ديني عالمان: جنګ کې ښکېلې غاړې دې د یو بل د وژلو لپاره دیني توجیحات نهلټويد دغې شورا غړي قاضي محمدامین وقاد ویلي و چې نړیوالو فشارونو ته په کتو پاکستان باید دا درک کړي چې له ترورېزم نه ملاتړ د حللاره نهده او په خبرهیې هغه هېواد باید اوس د سولې د خبرو په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.
قاضي محمدامین وقا
تر دې وړاندې هم دیني علماوو په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په هدف ناستې کړي چې په ترڅ کې یې افغان جګړه ناروا ګڼل شوې ده.
خو داسې انتقادونه هم مطرح کېږي چې یادې ناستې ګټورې نهدي ثابتې شوي او لا هم پاکستان د افغان سولې په برخه کې رښتینې همکاري نهکوي.
په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه دوه ګونی دریځ، له وسلهوالو طالبانو ملاتړ او د افغانستان جګړې ته د جهاد نوم ورکول هغه څه دي چې پاکستاني علماء پرې تورن دي.
دا ځل به پاکستاني علماء د افغان سولې په برخه کې رښتیني همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ مسوولین وايي، تر کومه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بنسټیز بدلون رامنځته نهشي، د سولې په برخه کې د هغه هېواد د علماوو ملاتړ خپلول ناشونی کار دی.
حکمت الله عظیمي
د دغه انسټیټیوټ سرپرست حکمت الله عظیمي پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"فکر کوم چې دا به ډېر ستونزمن کار وي، ځکه تر کومه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون نهوي رامنځته شوی، پاکستاني علماء نهشي کولای چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي."
ښاغلی عظیمي له افغان حکومته غواړي چې دغه ډول ناستو ته په مسایلو پوهه علماء واستوي، څو د منطق او دلایلو له مخې پاکستاني علماوو ته قناعت ورکړي او رېښتینې همکارۍ ته یې وهڅوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې پاکستان به پرطالبانو له خپل اغېزه په ګټې اخېستنې هڅه وکړي چې یاده ډله له افغان حکومت سره د خبرو اترو میز ته کینوي.