د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي او دیني عالمان وايي، په جنګ کې ښکېلې غاړې باید یو د بل د وژلو لپاره، دیني توجیحات ونهلټوي.
د سولې د عالي شورا غړي او دیني عالم قاضي محمد امین وقاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د قران کریم ایتونه باید د جګړې د ښکېلو غاړو لهخوا په خپله ګټه د سیاسي او دنیوي اهدافو او رقابتونو لپاره تحلیل او تفسیر نهشي.
نوموړی وايي:
"قرانالکریم د الله جل جلاله کلام دی، که زهيې د خپلو سیاسي او دنیوي اهدافو لپاره استعمالوم، نو د الله جل جلاله نه حیا په کار ده، جنګ باید د الله په کتاب تفسیر نهشي، دا ملک نور د ورانولو نهدی او نه نور دا خلک د وژلو دي."
ښاغلي وقاد دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ختیځ ولایت کونړ کې یو شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال وویل، د جګړې دواړو خواوو ته یو شمېر دیني عالمان موجود دي او هر یو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه قراني ایاتونه او نبوي احادیث تحلیل او تفسیر کړي.
د کونړ عالمان: که دیني عالمان یو شي، جنګونه ختمېدای شي
د سولې د عملي لارو چارو په اړه په دې ناسته کې دیني عالمانو دا هم وویل چې د اسلام په مقدس دین کې د هېڅ ډول بېګناه مسلمان وژنه او ځورونه جواز نهلري او د هر ملا په فتوا چې څوک وژل کېږي، د وژونکو تر څنګ فتوا ورکوونکی هم پهکې شریک دی.
په ورته وخت کې د کابل د عالمانو شورا یو شمېر غړي هم مني چې د افغان جګړې په دواړو خواوو کې داسې عالمان موجود دي چې د خپلو شخصي ګټو په هدف د روانې جګړې روا کولو ته دیني توجیحات لټوي.
د دغې شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"هاغاړه او دې غاړې عالمان چې کوم دي، دواړه ډلې دې لوی رب ته ځان تسلیم کړي او له الله «ج» نه دې وشرمېږي، ودې ډار شي، نور دې دا خپل مسلمانان وروڼه نهوژني او قرانالکریم دې نور د خپلو ګټو په خاطر په غلطو ټکو نهتفسیروي."
زیات شمېر خلک په دې باور دي، که دیني عالمان لکه څنګه چې لازمه ده په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا او له اسلامي ارشاداتو سره سم د جګړې اضرار او د سولې ګټې تبلیغ کړي، لیرې نهده چې په افغانستان کې جګړه ختمه او دغه هېواد یو سرتاسري سولې ته ورسېږي.
خو دوی ټینګار کوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د دیني عالمانو یو خولهتوب، همغږي او د یوې سراسري اجماع رامنځته کېدل ضروري دي.
راپور: اکرامالله اکرام