د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي د هیواد د دیني عالمانو د سراسري شورا یوه ۷ کسیزه پلاوی اسلام اباد ته تللی څو له پاکستاني علماو سره د یوې ګډې غونډې پر جوړولو خبرې وکړې.
د نوموړي په خبره په پلان شوې ګډه غونډه کې به افغان او پاکستان علما د اسلام له نظره د افغانستان د جګړې پر څرنګوالي خبرې او بحثونه وکړي.
ښاغلي طاهري وویل د افغان پلاوي مشري مولوي عطا الله لودین کوي او د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم هم ورسره ملګری دی.
" د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په جوړیدونکې غونډه کې به د دین له نظره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې او بحث کیږي.دا غونډه به د افغانستان او پاکستان د جیدو علماو ترمنځ د خبرو اترو یوه لاره پرانیزي."
د سولې د عالي شورا ویاند وویل د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې غونډې پر جوړولو د اندونیزیا د دیني علماو په تیر کانفرانس کې موافقه شوې وه.
احسان طاهري وویل تر راتلونکو دوه ورځو به ددې ګډې غونډې د جوړیدو په اړه د روانو خبرو او سلامشورو نتیجه څرګنده شي.
د افغانستان د سولې په اړه د دیپلوماتیکو چینلونو سربیره د افغانستان او نړۍ د دیني عالمانو هڅې هم په دې وروستیو کې پراخې شوي دي.
د نړۍ د ګڼشمیر اسلامي هیوادونو مخورو دیني عالمانو په روان کال کې په سعودي عربستان کې غونډه وکړه ،د افغانستان جګړه يې د دین له نظره نا روا او ورور وژنه وبلله او په جنګ کې يې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې په خپلو کې د سولې خبرې وکړي.
احسان طاهري: تر راتلونکو دوه ورځو به ددې ګډې غونډې د روانو خبرو او سلامشورو نتیجه څرګنده شي
که څه افغان چارواکي د سعودي کانفرانس او په ټوله د افغانستان په اړه د دیني عالمانو پریکړې یوه لاسته راوړنه او د افغانستان ددریځ قوت بولي خو سیاسي کتونکو په باو دي د دیني عالمانو دې داخلي او نړیوالو کانفرانسونو نه یوازې دا چې تر اوسه پورې د جګړې په اړه کوم عملي او د پام وړ بدلون راوستی نه دی بلکه طالبانو هم ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.