د راتلونکو انتخاباتو د تر سره کېدو په اړه د «ټيفا» اندېښنه!

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ "ټیفا" وايي، د امنیتي ستونزو ترڅنګ په هېواد کې روان سیاسي کړکېچ، د سیاسي احزابو دریځ د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشاء د رئیس او کمېشنرانو ترمنځ روانه لانجه او تخنیکي مشکلات د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې عمده ستونزې بلل کېږي.

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل که راتلونکې انتخابات ترسره هم شي ګڼې ستونزې به ورسره ملې وي.

ایوب زاده: موږ ډېر اندېښمن یو

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېر اندېښمن یو که په ځانګړي ډول دغه درې مسلو د انتخاباتو د امنیت برابرول، د انتخاباتو لپاره سیاسي تفاهم او د انتخاباتو په وړاندې تخنیکي ستونزو ته پام ونه شي، نو په دغه ډول حالاتو کې انتخاباتو ته تګ به ډېرې ستونزې پیدا او شاید افغانستان د بحران پر خوا بوځي."

ښاغلی ایوب زاده وايي په لویو ولایتونو کې د ناامنیو وروستیو پېښو د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې دوی اندېښمن کړي نو ځکه له امنیتي بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې هلې ځلې تېزې کړي.

نوموړی وايي، د بنسټ د موندونو له مخې د راتلونکو انتخاباتو لپاره چې کوم ډول پکار ده چمتووالی نه دی نیول شوی.

ښاغلی ایوب زاده ادعا کوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په زیاتره مسایلو کې د حکومت په لارښوونو عمل کوي او د انتخاباتو د څار بنسټونو وړاندې شویو طرحو ته هیڅ ډول پاملرنه نه کېږي، خو د افغانستان جمهوري ریاست له دې وړاندې بار بار ویلي چې هېڅ دولتي ارګان ته د انتخاباتو کمېسیون په چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات د مېزان پر ۲۸مه چې ۳۶ ورځې ورته پاتې دي ترسره شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتو د شفافیت په برخه کې د یو واضح میکانیزم نه موجودیت، د مهالویش له مخې د رایه ورکونکو د فهرست نه خپرول، په ولایتونو کې د محلي زورواکو او د خیالي مرکزونو شتون، په کمیسیون کې د ښځینه کارمندانو کمښت او په انتخاباتو کې د پراخه درغلیو د موجودیت په اړه د سیاسي احزابو ادعاګانې هغه څه دي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې يې جدي اندېښنې رامنځته کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم په دغه پروسه کې یو شمېر ستونزې مني خو ډاډ ورکوي چې انتخابات به په خپل وخت او په شفاف ډول ترسره شي.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

سید حفیظ الله هاشمي

"دوې پروسې ډېرې مهمې وې یوه امنیتي پروسه ده چې موږ له امنیتي همکارانو سره په تماس کې یو، دویمه مسله د انتخاباتي اوراقو او حساسو او غیر حساسو موادو چاپ کول وو چې زیاته برخه يې چاپ شوي، کابل ته رارسېدلي او تر دویم د میزانه پورې به پاتې مواد هم راورسېږي، بسته بندي به شي او د امنیتي پلان سره سم به ولایتونو او مرکزونو ته انتقال شي نو فکر کوم چې ډېرې جدي ستونزې نه دي پاتې."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د حزب اسلامي په ګډون یو شمېر سیاسي ګوندونو ګواښ کړی چې په خپل ټول توان هڅه کوي چې د تقلبي انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

په دې اړه نور:

حکمتیار: سیاسي احزاب به په ټول توان د تقلبي انتخاباتو پر وړاندې ودرېږي

دغه سیاسي احزاب له حکومته غواړي چې راتلونکې انتخاباب باید د بایومتیریک سیستم په وسیله ترسره شي.

خو ښاغلی ایوب زاده وايي، کمېسیون باید د بایو میټریک په سیستم د انتخاباتو د نه ترسره کېدو په اړه سیاسي احزابو ته قناعت ورکړي ترڅو یاده ستونزه حل شي او د انتخاباتو ترسره کېدو ته لاره حواره شي.

راپور: اکرام الله اکرام