برمک: هغه مسؤلین چې د اختر ورځې د برید مخنیوي کې غفلت کړی سزا ورکول کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د کابل ښار يو شمېر امنیتي مسؤلین د اختر په لومړۍ ورځ د دغه ښار په يو شمېر سیمو د راکټي حملو په مخینوي کې په کفایتۍ تورن کړل.

ویس احمد برمک د پنجشبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرینو او نورو مسؤلینو سره په ناسته کې په ټینګار سره وویل، هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنیوي کې غفلت کړی مجازات به شي.

برمک: هغو کسانو چې غفلت کړی باید مجازات شي

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو ماته او امنیتي مرستیال ته ځواب ووايئ چې يوه شپه وړاندې تاسو د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څه کړي او څه امنیتي تدابیر مو نیولي و، تاسو نه زه ځواب غواړم، هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنیوي کې غفلت کړی او خپل کار یې په سمه توګه سر ته نه دی رسولی باید مجازات شي."

برمک زیاته کړه چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار پر يو شمېر سیمو د راکټي بریدونو په اړه بشپړ معلومات له خلکو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ څو تنه بریدګر د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د کابل عیدګاه جومات شاته په يوه سرای کې ځای په ځای شوي او له هغه ځای یې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت څو راکټونه وتوغول او له امنیتي ځواکونو سره يې شا او خوا درې ساعته وسله واله نښته هم وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل ښار د اختر په لومړۍ ورځ راکټي حملې

بلخوا له دغه برید وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي سکټور ناسته کې ښاغلي غني ټینګار وکړ چې خلک حساب ورکوونکی حکومت غواړي او امنیتي او دفاعي سکټور باید د دې پېښې په اړه ولس ته د قناعت وړ ځواب ورکړي.

همدا موضوع د کورنیو چارو وزیر او د کابل د امنیه قوماندانۍ د امنیتي مرستیال ترمنځ د لفظي شخړې لامل شو

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په نننۍ ناسته کې د کابل ښار يو شمېر امنیتي مسؤلین په بې کفایتۍ تورن کړل، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال صادق مرادي وویل چې دوی د اختر په ورځو کې د کابل ښار د امنیت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او خپله دنده يې په سمه توګه ترسره کړې چې همدا موضوع د کورنیو چارو وزیر او د کابل د امنیه قوماندانۍ د امنیتي مرستیال ترمنځ د لفظي شخړې لامل شو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هېڅ ډول ناغېړې نه ده کړې او چمتو یې چې د قانون له مخې مسؤلینو ته ځواب ووایو،راځۍ زموږ خبرې واورئ که ستونزه زموږ وي که له دندې مو لرې کړئ او که ستونزه د قوماندان وي نو هغه لېرې کړئ،خو له بده مرغه هېڅ چا زموږ غږ نه دی اورېدلی، زه وزیر صاحب بې کفایته نه یم."

خو بلخوا بیا د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر رحیمي غرني ومنله چې د پېښې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

په کابل ښار کې د اختر ورځې د ډله ییز برید د سیمې انځور

نوموړي زیاته کړه:

"زه د لومړۍ حوزې د امر په توګه خپل ضعف او کمزوري منم او له څېړنو وروسته چې د کورنیو چارو وزارت رهبري او په ځانګړې توګه وزیر صاحب کومه څه چې لازم ویني د قانون سره سم ماته د منلو دي."

په ورته وخت کې د دې حوزې د کشف امر بیا وویل چې د لومړۍ حوزې اړوند سیمو کې امنیتي تدابیر په سمه توګه نه و نیول شوي نو ځکه بریدګر و توانېدل چې له دغې تشې نه په استفادې سره خپل هدف ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان امنیتي مسؤلینو د اختر په ورځو کې د کلکو امنیتي تدابیرو خبره کړې وه، خو يو شمېر امنیتي کارپوهان وايي چې د دوی پلانونه يوازې د کاغذ پرمخ وي او په عملي کولو کې یې دوی تل پاتې راځي.

راپور: محمد واصل وصال