د لویې پکتیا د امن یون شورا غړو نن دوشنبه په ګردېز کې غونډه وکړه او د دولت له لوري د اعلان شوي اوربند اقدامیې وستایه او پر وسلهوالو طالبانو یې غږ وکړ چې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د پکتیا قومونه د اسلامي امارت نه دا غوښتنه لرو چې د مذاکراتو لپاره اوربند وکړي، اوربند کې ښې خبرې کېږي."
"د الله «ج» د رضا لهپاره د پکتیا قومونه راټول شوي دي او دواړو طرفو ته سؤال او عذر کوو چې اوربند وکړي، خو د درېیو ورځو لهپاره نه، دایمي دې وکړي."
هغوی د خبرو، جرګو او د سولې طرفدار دي، خو یو څه شرایط به لري چې د مېز پر سر ښه بحث پرې کېدلای شي.
د لويې پکتیا د امن یون شورا غړي داوود شاه نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د دې شورا غړو د وسلهوالو طالبانو له یو شمېر سمهییزو چارواکو سره لیدلي او هغوی هم سولې ته لېوال دي او تمه کېږي چې د اوربند په اعلانولو سره به بینالافغاني خبرو اترو ته لار پرانیستل شي.
دی وايي:
"هغوی د خبرو، جرګو او د سولې طرفدار دي، خو یو څه شرایط به لري چې د مېز پر سر ښه بحث پرې کېدلای شي، نو ښه خبره دا ده چې جرګې ته ټول کېني."
بلخوا نن په ګردېز کې مېشت د ۱۴ بېلابېلو قومونو ګډې شورا هم ورته غونډه درلوده، د دې شورا غړو هم د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې اوربند وکړي او د اوربند لهپاره د داسې شرطونو له وړاندې کولو ډډه وکړي چې معنی یې د دایمي اوربند او سولې پر وړاندې د خنډونو جوړول وي.
افغان دولت او وسلهوالو طالبانو په تېر اختر کې پر لنډ مهال اوربند هوکړه کړې وه چې له املهیې ولسونو د اختر ورځې په سولهییزه فضا کې تېرې کړې.
ولس هیله لري چې پهدې اختر کې به هم د دولت لهخوا د اعلان شوي درې میاشتني اوربند ته به د دولت وسلهوال مخالفین مثبت ځواب ووایي او ولس ته به د سولهییز اختر لمانځلو زمینه مساعده کړي، خو د طالبانو ډلې تر اوسه پهدې اړه خپل دریځ نهدی روښانه کړی.
راپور: اصیل ځاځی