د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د تجربو له مخې هر هغه پرېکړه چې بهرنیانو د افغانستان په اړه کړې، دې هېواد تهیې کومه ګټه نهده رسولې.
پهداسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو په کولو ټینګار کوي، د سولې عالي شورا وايي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو پرته د دغه هېواد د ستونزې د هواري لپاره بله حللاره نهلیدل کېږي.
د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې د بهرنیانو پرېکړې هېڅ وخت د افغانانو په ګټه نهوې او طالبان باید د دې موضوع په پوهېدلو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.
ښاغلي طاهري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې په سیمهییز او نړیواله کچه هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له خبرو هرکلی شوی دی.
دی وايي:
"بهرنیانو چې د افغانستان په استازولۍ هره پرېکړه کړې، ګټه له یو هېواده بهر ته وه او سختۍ او دربدري یې د افغانستان او افغانانو په برخه شوې ده، نن د افغانستان خلک د سولې یو داسې غږ غواړي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي، کوم سیمهییز او نړیوال ملاتړ چې رامنځته شوی هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې د خبرو هرکلی کړی دی."
دا خبرې پهداسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.
که طالبان له امریکا سره خبرې پیلوي، د افغانستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي.
پهدغه پیغام کې د اوربند په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د افغانانو په مشرۍ یې د سولې د خبرو په تړاو د امریکا وړاندیز د قبول وړ نهدی ګڼلی او غیر عملي یې بللی دی.
د طالبانو مشرتابه د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې دا خبرې مقدماتي وې.
طالب مشران پهداسې حال کې امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې افغان حکومت تل دا ویلي چې د سولې خبرې به د افغانانو په ماکیت او مشرۍ کېږي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه داوود مایار وايي، که د سولې خبرې د افغان حکومت له موجودیت پرته ترسره شي، د حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.
ښاغلي مایار زیاته کړه:
"که طالبان له امریکا سره خبرې پیلوي، د افغانستان حاکمیت تر پوښتنې لاندې راځي، د سیاسي منطق له نظره دلته د افغان حکومت غوښتنه سمه او پر ځای ده، زما په نظر ښه به وي چې دا مذاکرات درې اړخیز وي، یعنې خبرې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وشي او غیر مستقیم دې امریکا هم پهکې ګډون ولري."
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د شنبې په ورځ په کابل کې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.
د افغانستان د علماوو شورا رئیس مولوي قیامالدین کشاف هم د اوږدمهالي اوربند غوښتنه وکړه چې په خبرهیې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه تر اوسه څه نهویل کېږي، خو د لوی اختر په ورځو کې د اوربند او د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
راپور: محمد واصل وصال