د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له طالبانو سره مذاکرات یوازې د افغان حکومت کار دی او نور هېوادونه په دې اړه پرېکړه نه شي کولای.
په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر د هغه څرګندونو په غبرګون چې د افغان حکومت له استازو پرته په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو دوام د حکومت مشروعیت کموي، د افغانستان جمهوري ریاست وايي، بهرنیان د افغان سولې په اړه پرېکړه نه شي کولای.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال زمري۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا په ګډون نور هېوادونه د سولې په برخه کې اساتیاوې برابرولی شي، خو د مذاکرو مخ ته وړل د افغان حکومت کار دی.
نوموړي زیاته کړه:
"هر ډول مذاکره چې کېږي اصلي لوری د افغانستان حکومت دی، د سولې مدیریت او طرح د افغان حکومت ده، په هېڅ وجه کوم بل هېواد د افغانستان په استازیتوب نه شي کولای د سولې خبرې وکړي، بلکې کوم اقدامات چې کېږي هغه یوازې اسانتیا برابروي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه ویلي چې د افغان حکومت له استازو پرته دا ډول مذاکرات به د حکومت مشروعیت راکم کړي.
نوموړي د «ان. پي. آر» په نوم راډیو ته ویلي چې طالبان له واشنګټن سره له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرسر په خبرو بوخت دي، خو کله چې په خبرو کې د افغان حکومت استازي نه وي نو موږ به حکومت چاته سپارو.
نوموړي دغه شان ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه کشاله یوازې د خبرو له لارې حل کېدلای شي او داسې معلومېږي چې په دغه خبرو کې طالبان ګټونکي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو ډپیلوماتانو په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي چې دواړو خواوو دغه مسئله تائید کړې هم ده.
واشنګټن پوسټ: د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې افغان جګړه کې پرمختګ دی
د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه نوي جزیات په ډاګه شوي
سیډني مارنینګ هیرالډ: له طالبانو سره د امریکايي مقاماتو کتنه د پام وړ بدلون ښيي
له دې ټولو سره ـ سره پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون د لارې د ټولنې مشر سید اکبراغا وايي چې طالبان به له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر تر هوکړې وړاندې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي.
نوموړي زیات کړه:
"طالبان وايي په افغانستان کې جګړه د امریکایانو له لورې پیل شوې او پای ته رسول یې هم دوی پورې اړه لري، که چېرې طالبان او امریکایان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئلې هوکړې ته ورسېږي نو له هغې وروسته زه فکر کوم چې بیا مذاکرات عام کېږي او بیا پکې افغان حکومت او ولس هم شاملېدلای شي."
خو د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست بیا وايي چې د طالبانو ستونزه له امریکایانو سره نه بلکې له افغان حکومت سره ده او باید خبرې هم له حکومت سره وکړي.
د ښاغلي ځاځي په خبره، امریکا او نور هېوادونه مهم رول لري، خو په افغانستان کې د سولې ټینګښت یوازې د بین الاافغاني خبرو له لارې ممکن دی.
راپور: محمد حدیث پردېس